تازه خبرونه
په ټول هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۲۱۷۱ ته ورسیدلې

د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې له تېرو څلیریشت ګړیو راپه دیخوا د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د کرونا ویروس ۲۳۲ مثبتې پېښې ثبت شوي، چې له دې سره د مثبتو پېښو شمېر ۲۱۷۱ ته رسیدلی دی.
له ټولو ډېرې یعني ۴۵ پيښې په کندهار کې ثبت شوي دي. په نورو ولایاتو کې د دغې ناروغۍ وېش حال په لاندې ډول دې:
بلخ کې ۴۱، هرات ۳۴، کابل ۲۱، غزنی ۱۲، پکتیا ۱۰، لوګر ۱۰، پنجشیر ۹، سمنګان ۹، تخار ۸، کندز ۷، بغلان ۵، ننګرهار ۵، باغیس ۴، میدان وردک ۴، لغمان ۳، پروان ۲، پکتیکا ۲، او یو یو پیښه په سرپل او فاریاب کې.
روغتیایي چارواکي په وینا تردې دمه ۶۴ کسان په هیواد کې د دغې ناروغې له امله مړه شوي او ۲۶۰ کسان رغیدلي هم دي.
د عامې روغتیا وزارت مرستیال، وحید الله مجروح، وایي چې کرونا ویروس د هرې ورځې په تیریدو په افغانستان کې ريښې ځغلوي او باید وګړي روغتیایي ټکو ته پاملرنه وکړي.
هغه زیاته کړه چې په کابل کې د رسنیو د موبي ګروپ یو شمیر کارکوونکي هم په کرونا ویروس اخته شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت مسولین وايي چې دغه رسنۍ (موبي ګروپ) سره به مرسته کوي او د روغتیايي ټکو ته په پاملرنې سره به دغه رسنې خپلو خپرونو ته دوام ورکوي.
د دغه وزارت مسولین وايي چې د موبي ګروپ د پاتې کارکوونکو طبي آزموینې هم روانې دي او د هغوی د کورنیو څخه به هم ځينې کسان په نمونوي توګه معاینه کړي.