تازه خبرونه
په ټرویکا ناسته کې له افغانستان سره د بېړنیو مرستو غوښتنه وشوه

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ويلي، د افغانستان اسلامي امارت له نوي حکومت سره باید د سولې او ثبات د ټینګښت په برخه کې مرستې روانې وساتل شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي نن (پنجشنبه د لړم ۲۰) په اسلام آباد کې د ټرویکا پلس غونډې په پیلیزه وینا کې ویلي، چې هیڅوک نه غواړي افغانستان کورنۍ جګړې ته وروګرزي او یا یې اقتصاد بې ثباته شي.
نوموړي زیاته کړې؛ د افغانستان پر وضعیت د امریکا، چین، روسیې او پاکستان نننۍ ناسته له ډېر ارزښت ډکه او د سیمې ثبات ته د پوره اهمیت لرونکې ده.
هغه يادونه کړې، چې د افغانستان اقتصادي وضعيت د خرابېدو په حال کې دى او اړتيا ده، چې نړيواله ټولنه له افغانانو سره بېړنۍ بشري مرستې وکړي.
هغه دا هم ویلي؛ روغتیا، پوهنه او د ښاروالۍ خدمات بیړنۍ پاملرنې ته اړتیا لري.
هغه زیاته کړې: هیڅوک داسې اقتصادي سقوط نه غواړي، چې سیمه ییزه بې ثباتې رامنځته کړي. هرڅوک غواړي، چې په افغانستان کې دننه له ترهګرو عناصرو سره اغېزمنه مبارزه وشي. مونږ ټول غواړو، چې د کډوالو د یوه نوي بحران مخه ونیسو.
د افغانستان کنګل شوې پیسې د لاسرسي وړ کول به د ټرویکا پلس د اقتصادي فعالیتونو د بیا رغولو، ثبات او پایښت پر لوري له هڅو سره مرسته وکړي.
په اسلام آباد کې د ټرویکا ناستې ته د افغانانو د کنګل شویو پیسو په اړه قریشي ویلي: خپلو پیسو ته د لاسرسي لپاره افغانستان ته اجازه ورکول به د ټرویکا له هڅو سره مرسته وکړي، چې په دې اړه اقتصادي هڅې بېرته راژوندۍ او اقتصادي ثبات رامنځته کړي.
د یادونې ده، چې ټرویکا له دې مخکې په قطر کې څه نا څه درې میاشتې مخکې هم د افغانستان د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو وروسته د جګړې د پای او سیاسي حل په اړه هم خبرې کړې وې.