تازه خبرونه
په ویتنام کې د ځمکې ښویدنې ژغورونکي عملیات پیل شوي

په ویتنام کې له توپان څخه د رامنځته شوې ځمکښویدنې د ځاني زیانمنو ژغورونکیو تر خاورو لاندې پلټنه پیل کړې، چې شوني ژوندي ومومي.
دغه طبیعي ناورین د مرکزي ویتنام په کوانګنام ولایت کې رامنځته شوی.
ځایی رسنیو راپور ورکړی، چې د دې هېواد اردو له ځانګړیو تجهیزاتو او توکموندونکیو سپیو سره تر خاورو او خځلو لاندې لټون کوي.
د چارشنبې پر ورځ د کوانګنام ولایت په ۳ کلیو کې ځمکښویدنې لسګونه خلک تر خاورو کړل.
تر دې دمه د مرګ ژوبلې کره شمېر ندی په ډاګه شوی؛ خو لږ تر لږه د ۱۹ کسانو د وژل کیدو او لسګونه نورو د ټپي کیدو راپور ورکړ شوی دی.
د ژغورنې ډلې تر دې دمه ۳۳ کسان ژغورلي او د نورو ۱۴ کسانو لټون روان دی.
د راپورونو له مخې؛ تر دې دمه ۳۷۴ زره خلک له اغېزمنو سیمو څخه نورو سیمو ته لیږدول شوي دي.
په دې هېواد کې د سخت توپان له کبله لږ تر لږه ۵۶ کورونه ویجاړ او د میلیونونو کسانو برښنا پرې شوې ده.