تازه خبرونه
په ولایتونو کې د ښځینه قاضیانو نشتوالي اندېښنې راپورته کړي

په ښکاره د امنیتي ستونزو له کبله په یو شمېر ولایتونو کې ښځینه قاضیانې بریالۍ شوې ندي، چې خپلې دندې تر سره کړي.
له تاوتریخوالي څخه د قرباني شویو ښځو لپاره د ښځینه قاضیانو شتون غنیمت دی.
د ښځو چارو وزارت غواړي، چې عدالت ته د ښځو د لاسرسي لپاره په ولایتونو کې ښځینه قاضیانو ته د هڅو زمینه برابره کړي.
د ښځو چارو وزارت سرپرسته حسینه ساپۍ څرګندوي: ټولې ښځې د عدالت خوندي کولو لپاره ښځینه قاضیانو ته اړتیا لري او باید، چې کاري زمینه ورته برابره شي.
دا مهال ستره په ستره محکمه کې ۲۵۶ ښځې د قاضیانو، درې سوه په ادارې برخه کې او سل نورې د خدمتي قاضي په توګه کار کوي او ټینګار کیږي، چې باید ښځینه قاضیانو ته په ولایتونو کې هم د کار زمینه برابره شي.
امنیتي ستونزې او د ښځو د فعالیتونو په وړاندې خنډونه د دې سبب شوي، چې ښځې په ولایتونو کې کار ونکړای شي.
د سترې محکمې د دارالانشا مشر جاوید رشیدي ویلي؛ په ټولو ولایتونو کې ښځینه قاضیانې شته؛ خو ډېرې د ولایتونو په مرکز کې دي او په دې اړه باید د ښځینه قاضیانو قناعت تر لاسه شي، چې په ټولو ولایتونو کې قاضیانې ولرو.
په ولایتونو کې ښځې د ځینو محدویتونو له کبله نشي کولی نرینه قاضیانو ته خپلې ټولې ستونزې په ډاګه کړي.
له همدې کبله لویه څارنوالي ټینګار کوي، چې په ټولو ولایتونو کې د ښځینه قاضیانو شتون اړین دی.
د لویې څارنوالۍ د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مبارزې د څانګې مرستیاله سینا شنا منصور وایي: ۸۱۵ ښځینه څارنوالې لرو، چې د قاضیانو په توګه کار کوي. ښځو ته د قاضیانو په توګه کاري زمینه برابرول اړین دي. ښځینه قاضیانې کولی شي ولایتونو ته د میړه یا ورور پر ملتیا ولاړې شي.
که څه هم زیاتره ښځې په لریو پرتو سیمو کې له ډېرو حقوقي ستونزو سره مخ دي؛ خو ښځینه قاضیانې نشي کولی د امنیتي ننګونو له کبله په ولایتونو کې د زیانمنو شویو ښځو له حقونو د خوندي کولولپاره دندې تر سره کړي.