تازه خبرونه
په وروستیو بارانونو کې ۱۵ سوه ماشومانو خپل کورونه له لاسه ورکړي
دې ټولنې دا هم ويلي، چې په کونړ، لغمان او ننګرهار ولایتونو کې د وروستیو طبیعي پېښو له کبله د ۸۵۸ زره ماشومانو په ګډون شاوخوا یو اعشاریه ۳۶ میلیون کسان اغېزمن شوي دي.

د ماشومانو د ژغورنې نړیوالې ټولنې د یوه راپور له مخې؛ د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د وروستیو څو ورځنیو اورښتونو او توپانونو له کبله لږ تر لږه ۱۵۰۰ ماشومانو خپل کورونه له لاسه ورکړي دي.
دې ټولنې دا هم ويلي، چې په کونړ، لغمان او ننګرهار ولایتونو کې د وروستیو طبیعي پېښو له کبله د ۸۵۸ زره ماشومانو په ګډون شاوخوا یو اعشاریه ۳۶ میلیون کسان اغېزمن شوي دي.
د ماشومانو د ژغورنې نړیواله ټولنه وایي: افغانستان په وروستیو لسیزو کې له خورا بد بشري ناورین سره مخ دی.
د دې ټولنې د راپور له مخې؛ په وروستیو طبیعي پېښو کې د تورخم د راستنیدونکیو مهاجرو یو مرکز هم زیانمن شوی دی.
دغه راز، له پاکستان څخه د جبري راستانه شویو ۶۴۹ زره مهاجرو نیمايي برخه ماشومان دي.
د دغه راپور پر بنسټ، په دې طبیعي پېښو کې د مخابراتي شبکو زیانمنېدا او د ځینو ټرانسپورټي لارو ویجاړېدا هم اغېزمنو سیمو ته رسېدل ستونزمن کړي دي.
د دې بنسټ د څرګندونو له مخې؛ د اقلیم بدلون او بېوزلۍ په افغانستان کې تر بل هر پوړ ډېر ماشومان اغېزمن کړل.
په افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې نړیوالې ټولنې مشر ارشد ملک وايي: افغان ماشومان له لسیزو راپدیخوا ځپل شوي او ویجاړونکيو سیلابونو څو ځلې په دې هېواد کې ویجاړۍ رامنځته کړې دي.
د همدې راپور په یوه برخه کې راغلي؛ ارشد ملک د اقلیمي بدلون د ناورین پر وړاندې د شته اړتیاوو د پوره کولو او د اوږدمهاله پلان جوړولو لپاره له نړیوالې ټولنې د نورو ډېرو مرستو غوښتنه کړې ده.
دغه راز ویل کیږي؛ د ماشومانو د ژغورنې نړېوالې ټولنې څو کاري ډلې هم افغانستان ته استولي، چې په دې هېواد کې زیانمنو شویو سیمو ته د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره کار وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د یو لړ معلوماتو له مخې؛ د افغانستان په ختیځ کې وروستیو سختو بارانونو او توپانونو ۴۰ کسان مړه کړي، څه باندې ۳۵۰ نور ټپیان دي او شاوخوا ۴۰۰ کورونه او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.
اړوند خبرونه: