تازه خبرونه

په هند کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ډېر شوی

Published

on

(Last Updated On: )

هندوستان له تېرو څلیریشت ګړیو پر کرونا ویروس ۸۸۶۰۰ مثبتې پېښې ثبت کړي دي، چې له دې سره یې د ناروغانو شمېر ۵.۹ میلیون کسانو ته پورته شوی دی.

په هند کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۵۹۹۲۵۳۲ ته رسیدلی دی.

د دغې ناروغۍ پېنځه پنځوس سلنه د مهاراشترا، کرناتاکا، آندرا پردیش، کریلا او تامیل نادو کې ثبت شوي دي.

تېره اوونۍ د هندوستان د پارلمان د ۲۰ غړیو د کرونا آزموینه مثبته وه. له همدې کبله د دې هېواد د پارلمان ور وتړل شو.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د شنبې پر ورځ ویلي، چې هند به د کرونا واکسینو په تولید کې مرسته وکړي.

د هند لومړي وزیر مودي د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته څرګنده کړې؛ هند د واکسینو ترټولو د لوی تولید کوونکي په توګه نړۍ ته ډاډ ورکړی، چې هندي واکسین به له ټولو انسانانو سره په روان بحران کې مرسته وکړي.

دغه راز د روغتیا نړیوال سازمان (دبلیو ایچ او) مشر تدروس آدهانوم مودي له ډاډمنۍ مننه کړې، چې هند به د واکسینو تولیدي وړتیاوې له نوروهېوادونو سره د ناروغۍ په مخنیوي کې مرسته وکړي.

ښاغلي تدروس په خپل تویت کې څرګنده کړې: له ژمنتیا او پیوستون مو مننه … په ګډه  کولی شو، چې، د ګډ خیر لپاره ، کرونا ناروغي پای ته ورسوو.

Trending

Exit mobile version