سیمه ییز خبرونه

په هند کې مسلمان ضد کرکه خپرېږي – څېړنه

Published

on

(Last Updated On: )

د دوشنبې پر ورځ ( د کب اوومه ) په واشنګټن کې میشتې یوې څېړنیزې ډلې څرګنده کړې، چې په هند کې د مسلمان ضد کرکې خبرې د  ۲۰۲۳ ز. کال په دوه‌یمه نیمایي کې د کال د لومړیو شپږ میاشتو پر پرتله ۶۲ سلنه زیاتې شوي، چې د اسرائیل او غزې درې میاشتنۍ جګړې په کې بنسټیز رول لوبولی دی.

د دغې څېړنیزې ډلې د څرګندونو له مخې؛ په ۲۰۲۳ ز. کال کې د کرکې ۶۶۸ ثبت شوې پېښې د مسلمانانو پر ضد وې، چې ۲۵۵ یې د کال په لومړۍ نیمایي کې او ۴۱۳ پېښې د همدې کال په وروستیو شپږ میاشتو کې رامنځته شوې دي.

د راپور له مخې، د دې پېښو شاوخوا ۷۵ سلنه یا ۴۹۸ هغه د لومړي وزیر نریندرا مودي د هندو ملتپال بهارتیا جاناتا ګوند (BJP) تر څارنې لاندې ایالتونو کې رامنځته شوې دي.

په مهاراشترا، اتارپردیش او مادیا پردیش ایالتونو کې له ټولو ډېرې کرکجنې خبرې شوې دي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د بشري حقونو ډلې ادعا کوي؛ نریندرا مودي، چې په ۲۰۱۴ کې لومړی وزیر شو او تمه هم دا ده، چې د ۲۰۲۴ ز. کال له ټاکنو وروسته به هم خپل واک وساتي؛ له مسلمانانو سره ناوړه چلند شوې دی.

Trending

Exit mobile version