نړۍ

په هند کې د لومړي وزیر په اړه د بي بي سي مستند فلم بند شو

Published

on

(Last Updated On: )

هند د بي بي سي د هغه مستند فلم پر خپرېدا بندیز لګولی، چې پر ۲۰۰۲ ز. کال یې د ګجرات په تاوتريخوالي کې د اوسني لومړي وزير نرېندرا مودي پر لاسوهنو نيوکې کړې دي.

د رویترز خبري آژانس د راپور له مخې؛ د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي یوه سلاکار تویت کړی، چې د دغه هېواد حکومت په ټولنیزو شبکو کې د دغه مستند فلم د بیا خپرېدا د مخنیوي سپارښتنه کړې ده.

که څه هم بي بي سي دغه مستند فلم په هند کې ندی خپور کړی؛ خو ویدیو یې په ځینو یوتیوب چینلونو کې خپره شوې ده.

د هند حکومت تویتر ته امر کړی، چې د تویتر ۵۰ پوستونه لرې کړي، چې د دې ویدیو لینک لري او یوتیوب ته یې هم سپارښتنه کړې، چې د دې مستند فلم اپلود بند کړي.

د رویترز د څرګندونو له مخې؛ تویتر او یوتیوب دا سپارښتنې څارلې دي.

په ۲۰۰۲ ز. کال کې د هندو زیارت کوونکیو پر یوه اورګاډي اور لګېدلی و؛ د ۹ ماشومانو په ګډون ۵۹ کسانو ځاني زیان ولېده. له دې پېښې وروسته پراخ تاوتریخوالی رامنځته شو، چې د هند د حکومت د رسمي معلوماتو له مخې له زر ډېر کسان په کې مړه شول، چې ډېري یې مسلمانان ول. نرندرا مودي هغه مهال د ګجرات ایالت د کورنیو چارو وزیر و.

د بشري حقونو فعالان اټکل کوي، چې د مړه شویو اصلي شمېر به لږ تر لږه د راپور شوي شمېر دوه چنده وي.

مودي خپله بېوسي د لاریونونو د مخنیوي په اړه ردوي. په ۲۰۱۲ کال کې د هند د سترې محکمې یوې ځانګړې ډلې په یوه ۵۴۱ مخیز راپور کې اعلان وکړ، چې په دې پېښو کې د نریندرا مودي د محاکمې لپاره هیڅ شواهد نشته.

Trending

Exit mobile version