تازه خبرونه
په هلمند کې پر ۱۶ جریبه ځمکه ژوبڼ جوړ شو
د ژوبڼ مسوول عبدالسلام وایې؛ موخه مو د سیلانیانو لپاره د تفریحي ځای برابرول او د وحشي ژوو د نسل روزنه ده، چې اوسمهال په دې ولایت کې د ورکیدلو په حال کې دي.

د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د لومړي ځل لپاره یوه هلمندي پانګوال د ۵۲ ډولونه وحشي ژوو او مرغانو د روزلو او پاللو لپاره د شپږ سوه زره امریکایي ډالرو پر لګښت یو ژوبڼ جوړ کړ.
د ژوبڼ مسوول عبدالسلام وایې؛ موخه مو د سیلانیانو لپاره د تفریحي ځای برابرول او د وحشي ژوو د نسل روزنه ده، چې اوسمهال په دې ولایت کې د ورکیدلو په حال کې دي.
د هلمند سیمهییزو چارواکي ويلي؛ هڅه کوي، چې په دې ولایت کې د نادره مرغیو د ورکېدو مخه ونیسي. د هلمند اوسېدونکي وايي، چې حکومت باید ځنګلي ژوند ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
مسوولانو ویلې، چې موخه یې له دې کار څخه هلمندیانوته د سیل ځای برابرول او د حیواناتو نسلي روزنه ده.
د هلمند د چاپېریال ساتنې رییس محمد عیسی اغا د دې ډول وحشي ژویو ساتنه د طبیعت لپاره خورا اړینه ګڼي او وایي؛ په تېرو ۴۰ کلونو کې طبیعي ځنګلونه له منځه تللي، وحشي مرغان او ژوي ورک او مهاجر شوي وه، چې اوسمهال یې د بېرته راګرځیدو هڅې کیږي.
د هلمند ولایت اوسیدونکي په داسې حال کې، چې له دې کارهرکلی کوي؛ له خلکو د دې ولایت د ځنګلي ژوند ته د پاملرنې غوښتنه کوي.
د هلمند د چاپېریال ساتنې ریاست د معلوماتو له مخې؛ د اسلامي امارت له بیا واک ته رسیدو وروسته په دې ولایت کې د طبیعي ځنګلونو د ونو پرې کول، د وحشي مرغانو، کبانو او څارویو ښکار په بشپړ ډول بند شوی او لسګونه هغه وحشي حیوانات یې چاپېریال ته خوشې کړي، چې د خلکو لخوا نیول شوي وه.