تازه خبرونه
په هلمند کې د طالبانو لخوا د نیول شویو سیمو د بېرته نیولو ځپونکي عملیات پیل شوي

د هلمند چارواکو ویلي، چې د ملي امنیت اوکوماندو ځواکونو تېره شپه د هوایي ملاتړ په مرسته د دې ولایت د امنیتي وضعیت تر څارنې لاندې راوستو لپاره پراخ عملیات پیل کړي دي.
د هلمند والي د رسنیو دفتر ویلي، چې دغه عملیات د نادعلي او باباجي ولسوالیو او په نورو اړوند سیمو کې د افغان ځواکونو لخوا پیل شوي دي.
دې سرچینې زیاته کړې، چې په نادعلي ولسوالۍ کې نوې پوستې جوړې شوي، چې یو له هغه څخه د عملیاتو د قومندې د مرکز په توګه کارول کیږي.
په لښکرګاه ښار کې نورې پوستې هم جوړې شوي او له طالبانو څخه د اړوند سیمې د پاکولو لپاره ګډ عملیات روان دي.
په نادعلي، باباجي او سنګین ولسوالیو کې د ځمکنیو او هوایي بمبارد په لړ کې لږ تر لږه نهه وسلوال طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي او د دوی یو شمېر وسایط او وسلې ویجاړې شوې دي.
ځايي چارواکي وايي، چې طالبان له لښکرګاه څخه شاتګ ته اړ شوي دي.
وسلوالو طالبانو د شنبې پر شپه د لښکرګاه ښار په ګډون د هلمند ولایت پر بېلابېلو سیمو پراخ بریدونه تر سره کړي دي.
د طالبانو د بریدونو له پیل راپدیخوا په زرګونه خلک د خپلو کورنو پریښودو ته اړ شوي او د برښنا یو لوی مرکز هم ویجاړه شوې او د لښکرګاه او کندهار ولایت برښنا پرې شوې ده.