Connect with us

تازه خبرونه

په هرات ګمرک کې اور‌لګېدنې مالي زیانونه رامنځته کړل

د هرات ګمرک مرستیال عصمت الله یاسر وايي: له بده مرغه د چارشنبې پر ماسپښین د تخنیکي ستونزې له کبله اورلګیدنه رامنځته شوه، چې تر اوسه یې لامل ندی معلوم.

خپور شوی

د

په هرات ګمرک کې د چارشنبې پر ورځ ( د زمري څلیریشتمه ) د اورلګېدنې له کبله سوداګرو ته پراخ مالي زیانونه اوښتي دي.

د دې ولايت د ګمرک چارواکو ويلي، چې اور د دې رياست د پلټنې په ډګر کې پيل او نورو برخو ته پراخه شو.

تر اوسه د دغې اورلګېدنې له کبله د اوښتو زيانونو کره شمېر معلوم ندی؛ خو يو شمېر سوداګر وايي: د دوى مالونه، چې د ګمرک په ګودامونو او د دفتر د پلټنې په ډګر کې پاتې ول؛ ټول سوځېدلي دي.

ویل کیږي، چې اورلګېدنه لږ تر لږ پېنځه ساعتونو ته غځېدلې ده.

د هرات ګمرک مرستیال عصمت الله یاسر وايي: له بده مرغه د چارشنبې پر ماسپښین د تخنیکي ستونزې له کبله اورلګیدنه رامنځته شوه، چې تر اوسه یې لامل ندی معلوم.

ځايي ادارې د اور د کنټرول لپاره له خصوصي سکټور څخه د همکارۍ غوښتنه کړې عامه او خصوصي سکټور وکولی شو، چې په پېنځه ساعتونو کې لږ تر لږه ۹۰ سلنه د اور د پراخېدو مخه ونیسي.

نجيب الله نومی زیانمن وايي: زمونږ د دوه سوه زره ډالرو پر ارزښت مالونه وسوځېدل، چې تر اوسه هم اور ندى مړ شوى او شونې ده، چې زموږ ټول مالونه وسوځېږي.

زلمی بهادري وايي: اور مړ شو؛ ټولوصنعتکارانو، چې څه امکانات او اسانتیاوې لرلې ترې کار واخیستل شو؛ زما په ګډون، چې د اوروژنې څو ټانکه مې لرل پر اوروژنه بوخت دي.

د هرات ګمرک چارواکو ويلي: تر اوسه معلومه نده، چې په اور کې څومره سوداګریز توکي سوځېدلي؛ خو سوداګرو ته ډېر مالي زیانونه اوښتي دي.

ځینې ​​نیوکه کوي، چې د مالونو د محصول او له ګمرکه د وتلو لپاره ورځې او اوونۍ پرې تېريږي.

د هرات په ګمرک کې یوه له جدي ستونزو څخه د سوداګرو د مالونو د زییره کولو لپاره د اسانتیاوو او مناسب ځای نشتوالی دی. د دې ادارې چارواکي مني، چې اور وژنې ته د ورته پېښو د مخنيوي لپاره پوره اسانتياوې نلري.

تازه خبرونه

غیر قانوني افغان کډوال به بېرته افغانستان ته ولېږدول شي – د ایران ولسمشر

مسعود پزشکیان په ایران کې د افغان مهاجرینو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې غیر قانوني مهاجرین به بېرته افغانستان ته ستانه شي؛ ځکه، چې د هېوادونو تر منځ د قانوني چوکاټ مراعات کول اړین دي او هرڅوک یې باید تعقیب کړي.

Published

on

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان واک ته له رسېدو وروسته خپلې لومړنۍ خبري غونډې ته ویلي؛ د هېواد د ملي امنیت په عالي شورا کې د مهاجرینو په اړه درې غونډې شوي او هغه کسان، چې ایران ته په ناقانونه توګه داخل شوي، پر پوره درناوي به بېرته افغانستان ته ستانه شي.

مسعود پزشکیان په ایران کې د افغان مهاجرینو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې غیر قانوني مهاجرین به بېرته افغانستان ته ستانه شي؛ ځکه، چې د هېوادونو تر منځ د قانوني چوکاټ مراعات کول اړین دي او هرڅوک یې باید تعقیب کړي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وایي: له دغو کسانو څخه ځينې يې قانوني پاسپورټونه او ويزې لري؛ خو يو شمېر يې په ناقانونه توګه هېواد ته رادننه شوي، چې بايد د قوانينو او مقرراتو له مخې ايران ته رادننه شوي واى. مونږ وروڼه يوو؛ خو د هېوادونو تر منځ د قانوني چوکاټ مراعاتول اړين دي او هر څوک يې بايد مراعت او په پام کې ونیسئ. هغه کسان، چې په غیر قانوني توګه ایران ته داخل شوي، پر درنښت به افغانستان ته راستانه شي.       

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي په کابل کې د بهرنیو هېوادونو له سفیرانو سره په کتنه کې د افغان کډوالو د کوربتوب په تړاو له هېوادونو ستاینه کړې او وایي، چې هېوادونه په ځانګړې توګه ایران او پاکستان باید د افغان کډوالو د ایستلو په بهیر کې له زغم او احتیاط څخه کار واخلي. ترهغه پورې حوصله وکړي، چې افغانستان په خپلو پښو ودریږي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې د افغانستان په ټولو مسایلو کې هېوادونه امنیتي نظرونه لري او دا د حل لاره نده او اسلامي امارت چمتو دی، چې د سیمې له هېوادونو سره د متقابل احترام پر بنسټ مثبتې، رغنده او اقتصاد محوره خبرې وکړي.

امیرخان متقي وایی، چې د امنیت او ثبات د تامین لپاره باید رښتیني، منطقي او عملي ګامونه واخیستل شي او د سیمې له هېوادونو یې وغوښتل، چې د خپلو مشروعو ګټو د تامین لپاره له یو بل سره همکاري وکړي؛ وړو مسایلو ته پام ونکړي او د اقتصادي همکاریو پر پراختیا راوڅرخیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د سترو اقتصادي پروژو له پرانیستې سره به د سیمې اقتصاد وغوړېږي – امیر خان متقي

د بهرنیو چارو وزارت د خبر پاڼې له مخې؛ په دې ناسته کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي تېره اوونۍ له ترکمنستان سره د ټاپي، ټاپ، نوري فایبر او اوسپنې پټلۍ د سترو پروژو د پرانیستي په تړاو د ناستې ګډونوالو ته هراړخیزه معلوماتي وینا وړاندې کړه. 

Published

on

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي تېره ورځ د وږي پېنځه‌ویشتمه په کابل کې د مېشتو دولتونو سفیرانو او د سیمه‌ییزو او نړیوالو ټولنو له استازو سره د ماښامنۍ ناسته تر سره کړه. 

د بهرنیو چارو وزارت د خبر پاڼې له مخې؛ په دې ناسته کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي تېره اوونۍ له ترکمنستان سره د ټاپي، ټاپ، نوري فایبر او اوسپنې پټلۍ د سترو پروژو د پرانیستي په تړاو د ناستې ګډونوالو ته هراړخیزه معلوماتي وینا وړاندې کړه. 

د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ویلي؛ د افغانستان په خاوره کې د سیمې د ټاپي نللیکې د عملي کار پیل په حقیقت کې له جګړې او سیالۍ څخه د پرمختګ او همکارۍ پر لور د بحث بدلون دی.

مولوي امیر خان متقي د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نللیکې د غځولو په برخه کې د اسلامي امارت سیاسي اراده ټینګه وبلله او هیله یې څرګنده کړه، چې که ټاپي تر خپل منزل مقصود پورې ورسېږي؛ نو د پاکستان او هندوستان پر ولسونو سربېره به نور ولسونه هم ترې ګټه واخلي.

د بهرنیو چارو وزیر له ګډونوالو وغوښتل، چې د خپلو هېوادونو او ولسونو د هوساینې او پرمختګ لپاره باید د منفي سیالیو، امنیتي او صفر مجموعې له زاویو د تعامل پر ځای د ګټې-ګټې له مثبتې زاویې مسایلو ته وګوري.

امیر خان متقي زیاته کړې؛ اوس د نړۍ ګڼ هېوادونه دې پایلې ته رسېدلي، چې د ژیوپولیتیک لیدلوري پر ځای کولی شي مسایلو ته له ژیوایکانومیکي زاویې وګوري او په پای کې ټول ګټونکي واوسي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي هیله وښوده، چې د سترو اقتصادي پروژو له پرانیستې سره به په سیمه کې داسې ستر مثبت اقتصادي بدلون رامنځته شي، چې د ټولو لوریو اقتصادونه به ورسره وغوړېږي.

ویل کیږي، چې په دې ناسته کې د ترکمنستان سفیر خوجه عوضوف هم وینا وکړه او د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ یې د سترو پروژو پرانیسته د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د نوي څپرکي پیل وباله.

Continue Reading

تازه خبرونه

اسلامي امارت د پخواني حکومت (۲.۷) میلیارډ افغانۍ پورونه ورکړل

د مالیې وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛  دې وزارت (۹۱۰) میلیون افغانۍ نړیوال بانک ته او شاوخوا (۱.۹) میلیارډ افغانۍ د آسیا پراختیايي بانک ته ورکړې دي.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت د رهبر د پرېکړې له مخې؛ پر پخواني حکومت د یو شمېر بهرنیو بنسټونو پاتي (۲.۷) میلیارډ افغانۍ پورونه ورکړ شوي دي.

د مالیې وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛  دې وزارت (۹۱۰) میلیون افغانۍ نړیوال بانک ته او شاوخوا (۱.۹) میلیارډ افغانۍ د آسیا پراختیايي بانک ته ورکړې دي.

د مالیې وزارت د څرګندونو له مخې؛ دغه راز په (۱۴۰۳لمریز لېږدیز) کال کې د یو شمېر بهرنیو بنسټونو د پورونو د ادا کولو لپاره له ملي بودجې څخه یوه مشخصه اندازه ځانګړې شوې، چې د پور ورکوونکیو بنسټونو له غوښتنې سره سم به د اسلامي امارت د مشرتابه پر لارښوونه ورکړ شي.

له دې مخکې ویل شوي وه، چې پخوانی حکومت له بهرنیو بنسټونو نږدې ۱۸ میلیارډ افغانۍ پوروړی دی.

ویل کیږي، چې اسلامي امارت په تېرو درې کلونو کې له هیڅ هېواد او بهرني بنسټ څخه پور ندی اخیستی؛ هڅه یې کړې، چې د پخواني حکومت ټول پاتې پورونه د مشرتابه د پرېکړې له مخې ورکړي او افغانستان د کوم بهرني هېواد او ادارې پوروړی پاتې نشي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!