تازه خبرونه
په هرات کې يو ډاکټر د انسان تښتوونکیو له منګولو آزاد شو

(Last Updated On: )
د افغانستان اسلامي امارت وايي، چې په هرات ولایت کې استخباراتي ادارو یو ډاکټر د تښتوونکیو له منګولو آزاد کړی دی.
د هرات والي عبدالقیوم روحاني ویلي، چې دغه ډاکټر شرف الدینه یوه اوونۍ مخکې د هرات له ښاره تښتول شوی و او د دغه ولایت په ګوزره ولسوالۍ کې د سړي تښتوونکیو له خوا ساتل کېده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دې پېښې په تړاو څلور کسان نيول شوي، چې تر پلټنو لاندې دي.
د هرات والي ټینګار کوي، چې د اسلامي امارت ځواکونه د دغه راز پېښو د له منځه وړلو لپاره کار کوي.