تازه خبرونه
په هرات کې له ۵۰۰ ډېر لرغوني آثار موزیم او آرشیف ته سپارل شوي
(Last Updated On: )
د هرات اطلاعاتو او کلتور رياست څرګنده کړې، چې په تېرو دوه کلونو کې د دغه ولايت له ٥٠٠ څخه ډېر لرغوني آثار د دغه ولايت موزيم او آرشیف ته سپارل شوي دي.
د یاد ریاست د څرګندونو له مخې، په تېرو دوه کلونو کې اسلامي امارت ۲۱۵ تاریخي او لرغوني آثار کشف کړي او د هرات موزیم ته سپارل شوي او څه باندې ۳۰۰ نور آثار د هڅوب مینهوالو موزیم ته ډالۍ کړي دي.
د دې رياست مسوولينو ډاډ ورکړی، چې د يادو آثارو د ساتنې او پالنې لپاره يې له مرکزي چارواکو څخه غوښتنه کړې، چې دا آثار بېرته ورغوي، چې نندارې ته وړاندې شي.