تازه خبرونه
په هرات کې د زلزلې د قربانیانو شمېر ۲۰۵۳ کسانو ته پورته شو

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند ويلي؛ د شنبې د ورځې ( د تلې ۱۵ ) د هرات په زلزله ځپلې زنده جان ولسوالۍ کې د رښتر پر کچه ۶.۳ درې مرګونې زلزلې ۲۰۵۳ کسان مړهکړي له ۲۰۰۰ ډېر ټپیان دي .
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دې زلزله کې ( ۱۳ ) کلي بشپړ ړنګ شوي او ( ۱۳۲۰ ) کورونه ویجاړ دي.
هغه دا هم ویلي؛ دا زلزله د ځمکې په ۱۳ کیلومترۍ کې رامنځته شوې، چې له کبله یې خلکو ته ډېر ځاني او مالي زیانونه واوښتل.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند جانان سایق ویلي؛ د ژغورنې څو ډلې کار کوي، چې تر ویجاړیو لاندې کسان راوباسي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دې زلزله کې حیوانات هم له منځه تلي دي.
په هرات ولایت کې له زلزلې ژوندي پاتې کسانو ، چې خپل هر څه له لاسه ورکړي له اسلامي امارت، نړیوالو ټولنو، او بنسټونو غواړي، چې په دغو ستونزمن وضعیت کې یې لاسنیوي ته راودانګي.
د دې مرګونې پېښې ډېري قربانیان ښځې او ماشومان دي.
د راپورونو له مخې؛ دا په تېرو دوه لسیزو کې له ټولو مرګونې زلزله وه.
د يادونې ده، چې تېره ورځ( شنبه د تلې ۱۵ ) له غرمې مخکې د رښتر پر کچه د ۶ اعشاریه ۳ درجې زلزلې د هرات لويديځ او ګاونډ ولايتونه ولړزاول. د امريکا د ځمکپوهنې ادارې ويلي وه، چې د دې زلزلې مرکز د هرات ولايت د زنده جان ولسوالي ده. په پکتيکا او خوست ولايتونو کې له زلزلې وروسته دا په تېرو دوه کلونو کې دوهيمه خونړۍ زلزله ده.