سوداگري
په هرات کې د دیجیتل اسعارو تبادله بنده شوه

په تېره یوه اوونۍ کې د هرات امنیه قومندانۍ د تبادلې شاوخوا ۱۶ دکانونه، چې د دیجیتل اسعارو تبادله یې کوله، تړلي دي.
د هرات د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې د چارواکو د څرګندونو له مخې، په وروستيو مياشتو کې يې له ۱۰۰ ډېر داسې غوښتنلیکونه ترلاسه کړي، چې د ديجيتل اسعارو د تبادلې او هرمي شبکو په اړه يې شکايتونه کړي دي.
د هرات د امنيه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې عمومي مشر مولوي سيدشاه سعادت ويلي: د افغانستان بانک د مکتوب له مخې، چې په کې ويل شوي؛ د ديجيتل اسعارو راکړه ورکړه زمونږ خلکو ته د ډېرو ستونزو او پراخو درغليو لامل شوې ده، ځکه باید وتړل شي. مونږ اقدام وکړ او ټول اړوند صرافان مو ونیول، چې د دغو پیسو معامله یې کوله او د دوی دوکانونه هم تړل شوي دي.
د هرات د اسعارو د تبادلې اتحاديه وايي، چې ديجيتل اسعار په نړيوالو بازارونو کې د اعتبار وړ دي او اوسمهال په ځينو هېوادونو کې کارول کېږي؛ خو حکومت درې مياشتې وړاندې وويل، چې د هېواد په بازارونو کې د ديجيتل اسعارو تبادله منع ده او هیڅوک په دې برخه کې د فعاليت حق نلري.
د هرات د صرافانو د اتحادیې مشر غلام محمد سهرابي وایي: زموږ خلک له دیجیتل اسعارو سره آشنا ندي، حسابونه یې د دالرو، یورو او افغانیو بانکي حسابونو ته ورته ندي؛ ځکه اسناد نلري. په دې حساب، تر هغې، چې زمونږ خلک پوه شي ترې ګټه وانخلي. د دیجیتل اسعارو حسابونه له هېواد څخه بهر دي او له شرکتونو څخه اخیستل کیږي؛ زمونږ خلک نه پوهیږي. دا به ښه وي، چې دوی دا پیسې ونه کاروي، ځکه دا اسعار تازه بازار ته ننوتي او د ډېر بدلون وړ دي.
په تېرو ۲۰ کلونو کې خلک هرمي شبکو او دیجیتل اسعارو له کبله زیانمن شوي دي.
د هرات یو شمېر اوسیدونکي پدې باور دي، چې خلک له دیجیتل پیسو سره بلد ندي او دا زمینه هم ورته چمتو نده، چې له دې پیسو ګټه واخلي او بانکي حسابونه جوړ کړي.
د هرات اوسیدونکی شهرام وايي: دیجیتل اسعار یوه نوی بهیر دی، چې تر اوسه زمونږ په هېواد کې ندی کارول شوې؛ نو دا بهیر باید د حکومت تر څارنې لاندې وي، چې درغلۍ ونشي او خلک وکولی شي په ښه توګه پانګونه وکړي.
د هرات اوسیدونکی مولا علیزاده وايي: دولت باید د دیجیتل اسعارو د فعالیت څارنه او مخنیوی وکړي؛ ځکه، چې پانګه له افغانستان څخه وځي او دوه یم دا، چې خلک زیانمنېږي. دا یوه مافیايي سوداګري ده او ورځ په ورځ بدلون مومي.
د Bitcoin په ګډون دیجیتل اسعار په نړیوالو بازارونو کې د اعتبار وړ دي؛ خو په افغانستان کې خلک نشي کولی دغه اسعار تبادله کړي؛ ځکه، چې زمینه ورته چمتو نده. هغه خلک او اشخاص، چې په دیجیتل اسعارو بوخت دي معمولا په بهر کې د ځان لپاره حساب خلاصوي.