کوید۱۹
په هالنډ کې د کرونا پر ضد لاریونونه پر تاوتریخوالي واوښتل

(Last Updated On: )
رويټرز خبري آژانس څرګنده کړې؛ تېره شپه (جمعه د لړم ۲۸) سلګونه کسانو د هالنډ په پلازمېنه روټرډام کې د کرونا ویروس پر ضد لاريون وکړ.
مظاهره چیانو د کرونا د محدودیتونو پر ضد لاریون وکړ، چې له کبله یې اووه تنه ټپیان او له شل ډېر نیول شوي دي.
د راپورونو له مخې، سختې نښتې د روټرډام بندر په مرکز کې رامنځته شوې دي.
عکسونه ښیې، چې لاریون کوونکي د پولیسو موټرو ته اور اچوي.
پولیسو ویلي، چې دوی د هالنډ له ګوټ ګوټ څخه روټردام ته سرتېري لیږلي، وضعیت تر څارنې لاندې ونیسي.
په دغو نښتو کې پولیسو ته هم مرګ و ژوبله اوښتې ده.
د هالنډ پولیسو ويلي، چې د لاریونونو مخنیوی نکوي؛ خو د ښار ویجاړول، پر پولیسو برید او موټرو ته اور اچول یوه لویه سرغړونه ده.
د یادونې ده، چې دمګړۍ د کرونا ویرس خپریدل په دې هېواد کې ډېر شوي دي.