Connect with us

د هوا حالاتو بدلونونه

په نیپال کې د سختو بارانونو او ځمکې ښویېدو له کبله ۱۱ کسان مړه شول

د نیپال په لویدیځ او د دغه هېواد په پلازمېنه کتمندو کې د نورو سمندرونو د اوبو کچه هم لوړه شوې ده.

خپور شوی

د

د نیپال چارواکو ویلي، په تېرو ۳۶ ساعتونو کې د سختو بارانونو له کبله ځمکې ښویېدنې او سیلابونو لږ تر لږه ۱۱ کسان مړه کړي او لویې لارې او سړکونه تړل شوي دي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د پولیسو ویاند دان بهادر کرکي اعلان کړی، چې اته نور کسان سیلابونو ډوب کړي یا د ځمکې ښویېدنې له کبله بې ځایه شوي دي. ۱۲ نور ټپیان شوي او د درملنې لپاره روغتون ته لیږدول شوي.

یوه سیمه‌ییز چارواکي بید راج فویال ویلي؛ د نیپال د جنوبي برخې په کوشي سیند کې د اوبو کچه، چې نږدې هر کال د هند په بهار ایالت کې د سیلابونو لامل کېږي، دوه برابره شوې ده.

د نیپال په لویدیځ او د دغه هېواد په پلازمېنه کتمندو کې د نورو سمندرونو د اوبو کچه هم لوړه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د جون له نیمايي راپدیخوا په نیپال کې د ځمکې ښویېدو، سېلابونو او برښنا له کبله ۵۰ کسان مړه شوي دي.

د هوا حالاتو بدلونونه

د اقلیم بدلون د افغانستان يو شمېر خلک له خپلو کورونو بې‌ځایه کېدو ته اړ کړل

د ماشومانو ژغورنې ټولنې د خلکو د بې ځایه کیدو پړه پر طبیعی پېښو واچوله او زیاتوي: په هرو اووه افغانانو کې یو یې له اوږدمهاله بې‌ځایه کیدنې سره مخ دی، چې دا په سویلي آسیا کې تر ټولو لوړ او په نړۍ کې دوه‌یم نمبر دی.

Published

on

د ماشومانو د ژغورنې ټولنې د سې‌شنبې پر ورځ (د زمري شپاړلسمه) په یوه راپور کې څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د روان کال له لومړیو شپږ میاشتو راپدېخوا سختو اقلیمي پېښو لږ تر لږه ۳۸ زره کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.

دا شمېر د تېر کال پر پرتله لوړ شوی دی.

دې ټولنې زیاته کړې، چې د بې‌ځایه شویو شاوخوا نیمایي یې ماشومان دي.

د داخلي بې‌ځایه شویو کسانو د مرکز (IDMC) د معلوماتو شننه ښیي، چې د وچکالۍ، سختې ګرمۍ، سیلابونو، د ځمکې ښویېدنې، واورې ښویېدنې او توپانونو له کبله د روان کال په لومړۍ نیمایي کې د بې‌ځایه شویو شمېر د ۲۰۲۳ کال پر پرتله زیات و.

دغه معلومات ښيي، چې په افغانستان کې له خپلو کورونو څخه د بې‌ځایه شویو کسانو نیمایي برخه ماشومان دي.

د ۲۰۲۳ ز. کال په پای کې افغانستان د نړۍ په هېوادونو کې د اقلیمي آفتونو له کبله د بې کوره د (۷۴۷ زره ۹۴)  ماشومانو تر ټولو لوی شمېر درلود.

د ماشومانو ژغورنې ټولنې د خلکو د بې ځایه کیدو پړه پر طبیعی پېښو واچوله او زیاتوي: په هرو اووه افغانانو کې یو یې له اوږدمهاله بې‌ځایه کیدنې سره مخ دی، چې دا په سویلي آسیا کې تر ټولو لوړ او په نړۍ کې دوه‌یم نمبر دی.

افغانستان د اقلیمي بدلون د اغېزو پر وړاندې شپږم؛ خو ډېر زیان‌منونکی هېواد دی او له هغو هېوادونو څخه یو دی، چې د کړکیچ او ناورین له اغېزو سره د سمون او مقابلې لپاره تر ټولو لږ وړتیا لري.

د ماشومانو ژغورنې ټولنې ويلي؛ ماشومان ساعتونه - ساعتونه مزل کوي، چې له ډنډونو څخه اوبه کور ته راوړي. هغه ډنډونه، چې حیوانات هم ترې ګټه اخلي؛ د ناروغۍ د خپرېدو لامل کیږي.

په افغانستان کې د ماشومانو ژغورنې ټولنې مشر ارشاد ملیک ویلي: د اقلیم ناورین په افغانستان کې بشري ناورین ته لمن وهي. دا خلک مجبوروي، چې خپل کورونه پریږدي، د اوبو سرچینې ویجاړوي او ماشومان له ښوونځيو راګرځوي. دا د ماشومانو ژوند بدلوي.

هغه زیاته کړې، چې د ۶۰ کلنو پر پرتله په افغانستان کې به ماشومان ۵ اعشاریه ۳ برابره له وچکالۍ سره مخ شي.

Continue Reading

د هوا حالاتو بدلونونه

چین له سخت توپان، باران او پراخو سیلابونو سره مبارزې ته اړ شو

د چین ډېري برخه په وروستیو اوونیو کې د سخت باران او سیلابونو سره مخ دي او دا مهال ۱۵ ولایتونه له بېړنۍ خبرتیا سره مخ دي.

Published

on

د چین دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې په روانه اوونۍ کې د دې هېواد هونان ولایت ۶۰۰ ملي مټره بارانځپلی او زرګونه خلک ترې کډه شوي دي.

د ګایمي توپان، سخت باران او چټکو بادونو له کبله یوشمېر بندونه مات شوي دي.

د شينهوا خبري سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د چين د بېړنيو حالاتو وزارت د يکشنبې پر ورځ په جنوب لويديځو ولايتونو ګويژو او يوننان کې د سيلابونو پر وړاندې د څلورمې درجې بېړنی غبرګون فعال کړ.

د یاد وزارت په څرګندونو کې راغلي، چې د جولای له اته‌ویشتمې څخه تر یودېرشمې پورې به د ګویژو او یوننان په ډېرو برخو کې ډېر سخت باران وشي او ځینې سیمې به "ډېر سخت باران" اغېزمنې کړي.

دې وزارت خبرداری ورکړی، چې سخت بارانونه به په کوچنیو او منځنیو سیندونو کې د غرنيو سیلابونو، جیولوژیکي آفتونو او په ښاري سیمو کې د سختو سیلابونو خطر رامنځته کړي.

[embed]https://youtu.be/RFsDQhbwGw8[/embed]

په همدې اساس په دوه ولایتونو کې د یکشنبې له ورځې د سیلابونو د مخنیوي لپاره د بیړني غبرګون قطعه فعاله شوې ده.

د سیند د زیاتوالي له کبله د سیند په دواړو غاړو کې د اوبو سطحه نږدې د ونو تنې او د کورونو لخونې لاندې کړې دي.

دغه راز ویل کیږي، چې د یکشنبې پر سهار سخت باران د هانګ یانګ په ښار کې د یوه میلمستون د نړېدو له اکبله ۱۵ کسان مړه او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د چین ډېري برخه په وروستیو اوونیو کې د سخت باران او سیلابونو سره مخ دي او دا مهال ۱۵ ولایتونه له بېړنۍ خبرتیا سره مخ دي.

د چین د هوا پېژندنې ادارې (CMA) د یکشنبې پر ورځ له چارواکو وغوښتل، چې په سیمه کې د توپان او سختې هوا څپه له نږدې وڅاري.

Continue Reading

د هوا حالاتو بدلونونه

په هلمند ولایت کې هوا بې‌ساري توده ده

د هلمند پولیسو له خلکو غوښتي، چې له یوې سیمې څخه بلې ته په ځانګړي توګه له شګلنو سیمو څخه د تېرېدو پر مهال له ځان سره پوره اوبه ولري.

Published

on

په هلمند ولایت کې سیمه‌ییزو چارواکو ويلي، چې په هلمند ولایت کې هوا ورځ تر بلې تودیږي او اوس‌مهال د تودوخه د سانټي ګراد ۴۸ درجې ده.

سیمه‌ییزو چارواکو له خلکو غوښتي، چې په دې اړه پاملرنه ورته اړینه ده.

خلک ځان سړولو ته د لامبو لپاره سیندونو ته ځي، چې تر دې د لامبو وهلو له کبله اووه کسان ډوب شوي او مړه شوي دي.

د هلمند پولیسو له خلکو غوښتي، چې له یوې سیمې څخه بلې ته په ځانګړي توګه له شګلنو سیمو څخه د تېرېدو پر مهال له ځان سره پوره اوبه ولري.

د هوا تودېدو د دغه ولايت اوسېدونکي اندېښمن کړي؛ ځکه په دې ولايت کې اسانتياوې هم ډېرې لږ دي. د دې ولایت اوسېدونکي له کورنیو غواړي، چې ماشومان په ژورو سیندونو کې لامبو وهلو ته پرېنږدي.

شونې ده، چې په راتلونکیو ورځو او اوونیو کې د هلمند هوا نوره هم توده شي؛ چارواکو له خلکو غوښتي، چې له خپلو ماشومانو ښه ساتنه وکړي.

اړوند خبرونه:

په کابل کې د هوا پېژندنې یوه وسیله پرانیستل شوه


په هند کې د تودوخې له څپې ۵۶ کسان مړه شول

Continue Reading

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!