سوداگري

په نیمروز ولایت کې د ۱۵۰ زره امریکایي دالرو پر ارزښت یو تولیدي شرکت جوړ شو

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان صنایعو او سوداګرۍ وزارت ويلي، چې د نیمروز ولایت په مرکز زرنج ښار کې د ۱۵۰ زره امریکایي دالرو پر ارزښت د صابون توکو تولیدي شرکت پرانیستل شو.

د دغه شرکت د پرانستې په مراسمو کې د نيمروز ولايت د صنعت او سوداګرۍ رييس فضل‌محمد‌فضلي ويلي: کورني شرکتونه د هېواد په اقتصاد او ځان‌بسیاینې کې مهم رول لري او دغه رياست تل هڅه کوي، چې له کورنيو توليداتو ملاتړ وکړي.

نوموړي له سوداګرو وغوښتل، چې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د څرګندونو له مخې؛ دغه شرکت د ۱۵۰ زره امریکایي دالرو پر لومړنۍ پانګونه ۳۰ مسلکي او غیر مسلکي کسانو ته د کار زمینه برابره کړې او په ۲۴ ساعتونو کې د ۵ ټنو صابون توکو د تولید وړتیا لري.

Trending

Exit mobile version