سیمه ییز خبرونه
په نیمروز ولایت کې د بېزوګي تڼاکې لومړنۍ شکمنه پېښه ثبت شوه

روغتیايي سرچینو څرګنده کړی، چې د شنبې پر ورځ د نیمروز ولایت د کرونا ویروس په روغتون کې د بېزوګي تڼاکې یا مونکي پوکس دوه شکمنې پېښې پېژندل شوي او ثبت شوې دي.
په دغه ولايت کې سرچينو ويلي، چې دغه دوه پېښې له ايران څخه په شړل شويو کډوالو کې لیدل شوي او ثبت شوې دي.
تبه، سر درد، د عضلاتو درد، پړسوب، د ملا درد او پر پوستکي تڼاکې د بېزوګي چیچک یا تڼاکو لومړنۍ نښې دي.
د بېزوګي تڼاکه یا مانکي پوکس یوه نوې ناروغي ده، چې په آفریقایي او اروپايي هېوادونو کې خپره شوې او د روغتیا نړیواله ټولنه یا ډبلیو اچ او یې هم د پیښو له زیاتوالي خبرداری ورکړی دی.
په نړۍ کې د دغه ویروس پېښې په ۲۰ هېوادونو کې مخ پر زیاتیدو دي. د روغتیا نړیوالې ټولنې یو لوړپوړی چارواکی سیلوی براینډ ويلي؛ که درملنه یې ونشي دا ناروغي خپریږي.
دغه راز څرګندوي؛ هیله دی، چې د وبا د مخنیوي فرصت باید له لاسه ورنکړ شي.
د ځینو راپورونو له مخې؛ دا ناروغي دوه درجې لري: یو یې کانګو نومې ده، چې د ناروغ حالت ورسره خرابیږي او د مړینې احتمال یې ۱۰ سلنه دی او بل یې د لویدیځې آفریقا هغه ده، چې د مړینې کچه ورسره په سلو کې شاوخوا یوه ده.