تازه خبرونه

په نوي تعلیمي کال کې دې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه پرانیستل شي – حامد کرزی

Published

on

(Last Updated On: )

په افغانستان کې د ۱۴۰۳ لمریز لېږدیز تعلیمي کال د پیل په مناسبت پخواني ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو غوښتنه راپورته کړه.

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په ایکس پاڼه کې لیکلي: د دې لپاره، چې افغانستان د بهرنیانو له انحصاره ژغورل شوی وي او پر ځان‌بسیا شي؛ ښوونځي او پوهنتونونه باید د نجونو پر مخ پرانیستل شي.

په ورته وخت کې یو شمېر نجونې، چې له زده کړو بې برخې شوي هم په نوي تعلیمي کال کې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو غوښتنه کوي.

زهرا مدثر نومې زده‌کوونکې، چې له دوه کلونو راپدیخوا ښوونځيو ته له تګ بې برخې شوې؛ د ښوونځیو بیا پرانیستلو ته شېبې شماري او وايي، چې اسلامي امارت باید ښوونځي پرانیزي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په وار وار ویلي، چې په دې اړه کار روان دی.

وبه لیدل شي، چې په نوي تعلیمي کال کې به هم تېرو دوه کلونو ته ورته د لومړنیو ښوونځیو د نجونو لپاره ښوونځي پرانستي وي او که اسلامي امارت به له شپږم ټولګي پورته نجونو ته هم ښوونځو او پوهنتونو  ته د تللو اجازه ورکړي.

Trending

Exit mobile version