تازه خبرونه
په ننګرهار کې موټربم برید د یوه قومندان په ګډون ۸ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

(Last Updated On: )
د ننګر هار ولایت د ښیوې ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو قومندان میرزمان په یو موتر بم برید کې ووژل شو.
د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼي ویلي؛ نن سهار د دې ولایت د ښیوې ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو قومندان میرزمان له خپلو دوه ساتونکیو سره په یو ځانمرګي موتر بم برید کې ووژل شو.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، په دې برید کې ۸ نور کسان هم ټپیان شوي او روغتون ته ولیږدول شول.
د دغه برید مسوولیت تر دې مه چا پر غاړه ندی اخیستی.