تازه خبرونه
په ننګرهار کې د یو ځانمرګي په ګډون ۷ داعش جنګیالي وژل شوي

تېره شپه د ملي امنیت ځانګړیو ځواکونو د ننګرهار ولایت د مرکز جلال آباد ښار د ۷ ناحیې په غوچک سیمه کې ځانګړي شپني عملیات ترسره کړي، چې د داعش د یو ځانمرګي په ګډون یې د دغو جنګیالیو د رهبرۍ ۷ غړي د مقاومت په بهیر کې وژلي دي.
دغو داعشیانو له ملکي وګړیو څخه د سپر په توګه کار اخیسته؛ خو ځانګړیو ځواکونو په ډېر مهارت عملیات ترسره کړل او عام خلک په کې زیانمن نشول.
د اړوند څرګندونو له مخې؛ وژل شویو کسانو پلان درلود، چې په جلال آباد ښار کې پر حکومتي بنسټونو ځانمرګي او ډله یيز بریدونه ترسره کړي؛ خو موخې ته له رسېدو مخکې تر برید لاندې راغلل او ټول ووژل شول.
ځانګړیو ځواکونو د عملیاتو په بهیر کې یو انتحاري واسکټ، یوه توعندی، ۳ کلاشینکوفونه له درې شاجورونو سره، ۲۰ کړۍ لاسي بمونه او چاودیدونکي توکي هم ترلاسه کړي، چې په سیمه کې له منځه وړل شوي دي.
ننګرهار والي ضیالحق امرخېل هم دغه پېښه تائید کړې او څرګندوي، چې دغه داعش جنګیالي په ځوابیه برید کې وژل شوي دي.
په ترسره شویو عملیاتو کې ځانګړیو ځواکونو او عام ولس ته کوم زیان ندی اوښتی.