تازه خبرونه

په ننګرهار کې د افغان او پاکستانیو ځواکونو نښتې مرګ و ژوبله رامنځته کړې

Published

on

(Last Updated On: )

نن ماښام د ننګرهار ولایت د مومند درې ولسوالۍ په غوړکي سیمه کې د افغان او پاکستانیو سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته رامنځته شوه.

د ننګرهار والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي ویلي: نښته هغه وخت رامنځته شوه، چې پاکستانيو سرتېرو غوښتل په سیمه کې نظامي تاسیسات جوړ او اغزن تار وغزوي؛ خو د افغان ځواکونو لخوا یې مخه ونیول شوه.

خوږیاڼي زیاته کړې، چې په دې پېښه کې یو سرحدي پولیس وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

د والي ویاند دا هم ویلي، چې د نښتو پرمهال ځايي خلکو هم  سیمه پریښوه او وتښتیدل.

دغه راز ویل شوي، چې لومړى ګوزار پاکستاني لوري کړى دی.

هغه وايي، نښته اوس دریدلې؛ سيمې ته د څار او څېړنې ډله استول شوې ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ پاکستانيو ځواکونو ته هم زیان رسیدلی؛ خو شمېر یې معلوم ندی.

پاکستان تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Trending

Exit mobile version