نړۍ

په نایجیریا کې له یوه وسلوال بریده د کلیسا ۵۰ عبادت کوونکي وژل شوي

Published

on

(Last Updated On: )
د روغتونونو د ډاکټرانو او رسنیو د راپورونو له مخې؛ د یکشنبې پر ورځ د نایجیریا په جنوب لویدیځ کې د کاتولیک کلیسا پر عبادت کوونکیو ډله ییز برید شوی؛ ۵۰ کسان یې وژلي او لسګونه نور ټپیان دي.

د اوندو ایالت د پولیسو سرچینې ویلي، وسلوالو د کلیسا له ودانۍ بهر او دننه پر خلکو ډزې کړي؛ عبادت کوونکي یې ووژل او ټپیان کړل.

ویل کیږي، چې د اووو ښار په سینټ فرانسیس کاتولیک کلیسا کې څو کسان وژل شوي او ټپیان دي؛ خو د برید په اړه پلټنې روانې دي.

د اوندو ایالت والي ویلي، چې د برید له سیمې او روغتون یې لیدنه کړې او د یکشنبې دا پېښه یې عاموژنه نومولې، چې د تکرار اجازه به ورنکړ شي.

د برید کوونکیو هویت او انګېزه سمدستي څرګنده شوې نده.

په نایجیریا کې د کاتولیک کلیسا ویاند ریورنډ اګسټین اکووو ویلي: دا ډېره د افسوس وړ خبره ده، چې ناڅرګند وسلوال پر عبادت کوونکیو برید کوي… دا وېره هم وه، چې ډېر ووژل شي او ډېر نور ټپیان شي.

پادریان او کشیشان له دې بریده روغ رمټ وتلي دي.

د اووو ښار د یوه روغتون ډاکټر رویټرز خبري آژانس ته ویلي، چې له برید څخه د ښار دوه روغتونونو ته لږ تر لږه ۵۰ جسدونه راوړل شوي دي. دغه ډاکټر، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کړې، ویلي، چې د ټپيانو د درملنې لپاره وينې ته اړتيا ده.

ولسمشر محمدو بوهاري دا برید غندلی او وحشیانه یې نومولی.

ویټیکان ویلي، چې پاپ فرانسیس قربانیانو ته دعا کوي، چې د عبادت پر مهال زیانمن شوي دي.

نایجیریا د هېواد په شمال ختیځ کې له اسلامپالو یاغیانو او وسلوالو ډلو سره جګړه کوي، چې اکثرا په شمال لویدیز کې د تاوان لپاره بریدونه او تښتونې ترسره کوي؛ خو په جنوب لویدیځ کې دا یوه نادره پېښه وه.

Trending

Exit mobile version