تازه خبرونه

په نايجریا کې وسلوالو بريدکوونکیو لسګونه کسان وژلي

Published

on

د نایجریا پر دوه کلیو د وسلوالو په برید کې لږ تر لږه ۷۹ کسان وژل شوي دي.

دا پېښه پرون له مالي سره د نایجریا په سرحدي سیمو کې رامنځته شوې ده.

رویټرز د نایجریا د یوې امنیتي سرچینې د څرګندونو له مخې ویلي، چې د دغه هېواد د چومبنګو په اړوند کلي کې شاوخوا ۴۹ کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي. په داسې حال کې، چې د دوه یم کلي زارومدري د اړوند سیمې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي دي.

د نایجریا حکومت ویلي، چې پوځ په دواړو سیمو کې ځای په ځای شوی دی.

تر دې دمه هیچا د برید پړه نده منلې.

دغه راز د بي بي سي د څرګندونو له مخې؛ تېره اوونۍ په مالي کې د القاعدې جنګیالیو پر فرانسوي سرتېرو برید کړی و.

په کابل کې د فرانسې سفارت ویلي، چې له تېرو څو ورځو راپدیخوا د آفریقا د ساحلي سیمې لږ تر لږه پېنځه فرانسوي سرتېري وژل شوي دي.

فرانسه اوسمهال د ساحل په شاوخوا سیمو کې د افراطي ډلو پر وړاندې د لویدیځې آفریقا او آروپایي هېوادونو د ائتلاف مشري پر غاړه لري.

Trending

Exit mobile version