تازه خبرونه

په مکه مکرمه کې دیني عالمان د افغانستان پر سوله او ثبات غونډه کوي

Published

on

(Last Updated On: )

نن د عربستان په مکه مکرمه کې د اسلامي نړې د اړیکو ټولنې په همکارۍ د افغانستان او پاکستان د دیني عالمانو حضوري او آنلاین سرمشریزه جوړیږي او د افغانستان د سولې په اړه به بحٍث او خبرې وکړي.

د اسلامي نړۍ د اړیکو ټولنې د چارشنبې پر شپه ویلي، چې د پنجشنبې پر ورځ د غبرګولي پر ۲۰ د افغانستان او پاکستان د مشرانو او عالمانو ترمنځ د سولې او پخلاینې یوه هوکړه د اسلامي اصولو پر بنسټ د افغانستان د ثبات او امنیت د ودې ورکولو لپاره لاسلیک کړي.

د افغانستان د ارشاد ، حج او اوقافو وزارت څرګنده کړې، چې له دوه کلونو هڅو وروسته بریالي شول، چې نن د سعودي عربستان پر کوربتوب په مکه مکرمه کې د افغانستان او پاکستان د دیني عالمانو لویه غونډه جوړه کړي.

دغه وزارت په ډاګه کړې په دې سرمشریزه کې د افغانستان په استازيتوب د ارشاد، حج او اوقافو وزيرمحمد قاسم حليمي، په سعودي عربستان کې د افغانستان لوی سفير او ځانګړی استازی احمد جاوید مجددي، د اسلامي همکاریو په ټولنه کې د افغانستان دايمي استازی دکتور شفيق صميم او د افغانستان د علمانو عالي شورا غړی عنايت الله بليغ  په حضوري توګه وينا وکړي.

د دغې سرچینې د څرګنذونو له مخې؛ د پاکستان په استازيتوب به د پاکستان د علمانو لوی مشر او د ديني چارو وزير دکتور نورالحق قادري، په سعودي عربستان کې د پاکستان سفير بلال اکبر او د اسلامي همکاریو په ټولنه کې د پاکستان سفير، دايمي استازی رضوان سعيد شيخ او د مسلمانانو نړيوالې ټولنې مشر شیخ ډاکټر محمد بن عبدالکریم العیسی برخه ولري‌.

ټاکل شوې، چې د افغانستان او پاکستان دیني عالمان د افغانستان د شخړې او د حل د لارو په اړه بحث او خبرې وکړي؛ خو طالبان له دې غونډې بې خبري ښیي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال په پیل کې  د اسلامي نړۍ د اړیکو ټولنې مشر العیسی د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر محمد حنیف اتمر سره وکتل او دواړو په افغانستان کې د تاوتریخوالي په پای ته رسولو کې د مسلمانو عالمانو د رول پر اړتیاوو خبرې وکړې.

Trending

Exit mobile version