نړۍ
په منځني ختیځ کې تاوتریخوالی د هیچا په ګټه ندی – امریکا
د امریکا بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې په دې ټیلیفوني خبرو کې انټوني بلینکن د اسرائیلو د امنیت ټینګېدا ته د واشنګتن پر ژمنه ټینګار وکړ او څرګندوي، چې د کړکېچ زیاتول د هیچا په ګټه ندي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر د اسرائیلو دفاع وزیر ته په یوه ټیلیفوني اړیکه ګې ویلي، چې د منځني ختیځ د کړکېچ زیاتېدا د هیچا په ګټه نده.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې په دې ټیلیفوني خبرو کې انټوني بلینکن د اسرائیلو د امنیت ټینګېدا ته د واشنګتن پر ژمنه ټینګار وکړ او څرګندوي، چې د کړکېچ زیاتول د هیچا په ګټه ندي.
همدا علت دی، چې بلینکن په غزه کې اوربند ته د رسېدو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
بلینکن یوې ډیپلوماټیکې حل لارې ته د رسېدو پر ارزښت هم ټینګار وکړ، چې له مخې به یې اسرائیلي او لبناني کورنۍ خپلو کورونو ته ستنې شي.
په دې خبرپاڼه کې راغلي؛ د امریکې د بهرنیو چارو وزیر په دې ټیلیفوني خبرو کې د اسرائیلو د امنیت په اړه د واشنګټن پر نه جبرانېدونکې ژمنې ټینګار وکړ او د تلابیب له چارواکو یې وغوښتل، چې له حماس سره د هوکړې د ترسره کولو لپاره له هڅو ډډه ونکړي.