تازه خبرونه
په مبارکه روژه کې سلګونه ملکي وګړي وژل شوي – د بشري حقونو کمیسیون

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ویلي؛ د روژې په مبارکه میاشت کې / د اپریل له ۱۳څخه د می تر ۷ / ۱۳۰امنیتي پېښې مو ثبت کړي، چې په کې ۵۱۹ ملکي وګړي زیانمن شوي دي.
د یاد کمیسیون د څرګندونو له مخې؛ د روژې په مبارکه میاشت کې ۱۶۰ کسان وژل شوي او ۳۵۱ نور ټپیان دي. په دې سروې کې د برچې د سید الشهدا ښوونځي د درې چاودنو ځاني زینونه شمېر شوي ندی.
د ولسمشر دوه یم مرستیال سرور دانش آریانا نیوز ته منلې، چې د کابل په دشت برچي سیمه کې د شنبې د ورځې د بریدونو د مړو شمېر ۸۵ کسانو ته لوړ شوی او له ۱۵۰ ډېر نور ټپیان دي.
د دغه شمېر له لوړېدو سره د روژې په مبارکه میاشت کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۴۵ ته لوړ شوی او ۵۰۲ نور ټپیان دی.
دغه راز د کورنیو چارو وزارت ويلي، چې د اپریل له ۱۵ څخه تر ۲۵ پورې ۲۴۳ کسان د ښځو او ماشومانو په ګډون د طالبانو په بریدونو او بمي چاودنو کې وژل شوي دي.
دغه وزارت زیاته کړې، چې په یاد وخت کې طالبانو شپږ ځانمرګي بریدونه او د نښلیدونکیو ماینونو ۶۲ چاودنې ترسره کړي، چې په کې مالي او انساني زیانونه اوښتي دي.
کورنیو چارو وزارت طالبان د تاوتریخوالي پر زیاتېدو تورنوي؛ خو وايي، چې د امنیتي ځواکونو په ځوابي بریدونو کې د وسلوالو طالبانو مهم غړي هم وژل شوي دي.
ویل کیږي، چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو په ټکني بهیر کې له ځنډ رامنځته کېدو وروسته د جګړې ښکېلو لوریو په ځانګړي توګه د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ تاوتریخوالي زور اخیستی دی.