تازه خبرونه
په لوګر کې د جنسي ځورودنې لومړنۍ پلټنې پیل شوي- لویه څارنوالي
لویې څارنوالۍ په ډاګه کړې، چې د لوګر د مدني ټولنو د مشر او د هغه له همکار څخه د دې ولایت د ښوونځیو د ماشومانو د ځورودنې په اړه لومړنۍ پلټنې شوي او پایله به یې ژر له خلکو سره شریکه شي.
شاوخوا یوه ماشت مخکې د لوګر ولایت د زدکوونکیو په اړه یوه ټګان ورکوونکی خبر خپور شو په تړاو یې هیڅ ډول جزئیات ښکاره شوي ندي.
په دې وروستېو کې لویې څارنوالۍ او د بشرحقونو خپلواک کمیسيون د لوګر په ځینو ښوونځیو کې پر زدکوونکیو د جنسي تېري د ادعاوو پلټنې پیل کړې، چې دوه موخې لري: آیا پر زدکوونکیو جنسي تېری حقیقت لري؟ او څوک په دې قضیه کې ښکېل دي؟
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي ویلي؛ له هغه کس سره لومړنۍ خبرې شوي، چې په دې اړه یې راپور خپور کړی دی. دغه راز د پېښې په اړه د څېړنو او پلټنو کاري پلان جوړ شوی او په دې اړه مو د پوهنې وزارت په ګډون د افغانستان د بشر حقونو له خپلواک کمیسیون سره هم خبرې شوې دي.
د پوهنې وزارت هم د لوګر په یو شمېر ښوونځیو کې پر زدکوونکیو د جنسي تېري قضیه په بله بڼه څېړلې؛ خو د څړنو په اړه یې څه ندي ویلي.
د بشر حقونو خپلواک کمیسیون هم د دې قضیې د پلټلو جزئیاتو ته لاسرسی له وخت مخکې بولي.
د بشر حقونو خپلواک کمیسیون د ماشومانو څانګې کمیشنره راضیه صیاد وایي؛ لکه څنګه، چې ښکاري څېړنې او پلټنې مو تازه پیل شوي؛ خو په خواشینۍ، چې زه یې د پرمختګونو په اړه اوس څه نشم ویلي.
که څه هم ولسي جرګې یو پلاوی له څېړونکې پلاوي سره ملګری دی؛ خو تر دې دمه یې خپلې پلټنې دې غونډې ته ندې وړاندې کړي.
په ولسي جرګه کې د هرات استازې ناهید فرید ویلي، چې ولسي جرګه د پلاوي لخوا د ګزارش پر وړاندې کولو ټینګار کوي. مونږ یو پلاوی ور پېژندلی؛ دې پلاوي له ډلو او افرادو سره مرکې کړي او پایله به جرګې ته وړاندې کوي.
که څه هم نړیوالو سازمانونو په تېره یوناما د امریکا، فرانسې، بریتانیا سفارتونو او ځینو نورو بهرنیو ادارو په لوګر کې د ماشومانو د جنسي ځورونې د پلټلو غوښتنه کړې؛ خو دا لړۍ اوس هم بشپړه شوې نده او د پټولو هڅې یې روانې دي.
تازه خبرونه
افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.
امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاوشینګ سره په کتنه کې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.
امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.
هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.
تازه خبرونه
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.
راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.
هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل
د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.
میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.
هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.
له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.
-
نړۍ3 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه17 hours ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
تازه خبرونه3 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی2 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
تازه خبرونه3 days ago
چینایي سوداګر کابل ته د پنجشېر اوبو لیږدولو په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري
-
نړۍ15 hours ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی16 hours ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ