Connect with us

تازه خبرونه

په لوګر کې پر دولتي ځمکه لسګونه کورونه ونړول شول

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2016-04-07-10h17m55s161vlcsnap-2016-04-07-10h20m54s64

په لوګر کې نن شاوخوا ۲۰۰ کسانو له دې کبله لاریون وکړ، چې په دغه ولایت کې محکمې د کارتې مامورینو او قومندانۍ پر شاوخوا  ځمکو جوړ شوي کورونه  ناقانونه وګڼل او د ملي امنیت ځواکونو یې به ورانولو لاس پورې کړ.

لاریونوال د ولایتي شورا مخې ته راټول شول او له چارواکو یې غوښتنه وکړه، چې د دوی د کورونو له ورانول  څخه دې لاس واخلي. 

د مرکز پل علم اوسیدونکي دا نه مني، چې دوی په دولتي ځمکه  کې کورونه جوړ کړي او وایي، چې مونږ شرعي قبالې او اسناد لرو.

  یو شمېر نور په  ډاګه کړې، چې دغه کورونه مونږ له نورو کسانو څخه به حلالو پیسو رانیولي او دولت باید له غاصبینو سره حساب وکړي.

لاریون کوونکي وایي: کله، چې مونږ ۵ یا ۶ کاله وړاندې دغه کورونه جوړول هغه وخت باید دولت مونږ د کورونو جوړولو ته نه وای پرایښي، چې زمونږ د لګښت مخه نیول شوې وای.

د دوی په وینا؛ په ډېره خوارۍ دغه کورونه ودان شوي او بل ځای د اوسیدو له پاره ځای هم  نلرو.

د مرکز پل علم د هوني سفلی اوسېدونکی مصطفی وایي، چې پر دغو خلکو پلورل شوې ځمکې زمونږ دي،  سل کالن اسناد او قبالې لرو او هیڅوک پردۍ ځمکې خرڅولی نشي.

د لوګر د ولایتي شورا مشر او غړي هم د خلکو د کورونو په ورانولو نیوکه کوي او وایي: ترهغې، چې درېیمه محکمه پرېکړه ونه کړي څوک نشي کولی، چې دعوه وروستۍ او نهايي کړي.

د والي ویاند سلیم صالح وایي، دا ځمکې او کورونه د ولسمشر د ۴۵ ګڼې فرمان له مخې ورانېږي،چې شاوخوا ۱۲۰۰ جریبه کېږي.

صالح زیاتوي؛ کله، چې لومړۍ محکمې یادې ځمکې او کورونه ناقانونه وبللې، د دوه یمې او درېیمې محکمې له پاره ترې اړین اسناد او شواهد وغوښتل شول؛ خو په ټاکلي وخت کې محکمې ته کوم اسناد او شواهد ونه رسیدل، نو ځکه د لومړۍ محکمې پرېکړه وروستۍ وبلل شوه.

خبریال :حکمت الله واقد- لوګر

Advertisement

تازه خبرونه

ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سوله‌ییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.

دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.

دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمه‌ییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.

دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د مهاجرینو چارو وزارت ویلي، چې د غویي پر څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۱۰۰۱ افغان مهاجرین پر جبري بڼه خپل هېواد ته راستانه شول.

د کندهار سپین بولدک سرحدي آمریت د راپور له مخې؛ ۱۹۱ کورنۍ، چې ۹۹۸ کسان دي او درې کسان نور، چې له بنده ازاد شوي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.

د مهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مهاجرینو چارو له ریاست سره له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.

دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه کسان، چې بندیان ول د مرستې لپاره OMPO موسسې ته ور پېژندل شوي.

ویل کیږي، چې له هرې کورنۍ سره د حکومت له لوري لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.

د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.

دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.

ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!