تازه خبرونه
په لوګر کې د سېلابونو له کبله ۲۰ کسان مړه او ۳۰ نور ټپیان شول

د لوګر ولایتي چارواکو د یکشنبې پر ورځ ویلي، چې په خوښۍ ولسوالۍ کې د سېلابونو له کبله لږ تر لږه ۲۰ کسان مړه شوي، ۳۰ نور ټپیان او څلور ورک دي.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ له ۳۰۰۰ څخه ډېر کورونه، زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه او باغونه هم ویجاړ شوي دي.
دغه راز د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د یکشنبې پر ورځ په بدخشان، تخار، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، کاپیسا، پنجشېر، بغلان، پروان، بامیان، کابل، وردګ، لوګر او پکتیا ولایتونو کې د سختو اورښتونو او تېزو بادونو، ویجاړوونکیو سیلابونو او د واورې د ورېدو اټکل کړی دی.
د لوګر ولایت خوښۍ ولسوالۍ هغه سیمه ده، چې د شنبې پر ماښام د سختو سیلابونو شاهده وه.
د خوښۍ ولسوالۍ اوسیدونکي وايي؛ د دغو سیلابونو په پایله کې دوی خپل ټول مالونه له لاسه ورکړي او اوس بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
طبي او مرستندویه ډلې سیمې ته رسېدلي، چې د بند پاتې کسانو د ژغورنې او درملنې لپاره یې هڅې پیل کړې دي.
ځايي امنيتي ځواکونه له تېرې شپې راپدیخوا د دغو سېلابونو په زړه کې د ژوندي پاتې شويو کسانو او د هغوى د مالونو د ژغورلو هڅې کوي.
دغو سېلابونو يو شمېر منځني سړکونه او يو شمېر لويې لارې بندې کړې او د مرستو رسولو بهير يې ګډوډ کړى دى.
ځايي چارواکي وايي؛ ښوونځي او دولتي دفترونه د دغو قربانیانو لپاره د موقتي سرپناه په توګه ګڼل شوي دي.
د دوی په وینا د مرکزي حکومت له چارواکو څخه ورته خوراکي او غیر خوراکي مرستې رسېدلي دي.
د وردګو له سیدآباد ولسوالۍ، تنګي دره، څخه هم ویل شوي، چې د دې ولسوالۍ اوسیدونکیو ته هم ډېر زیانونه اوښتي دي.