تازه خبرونه

په لوبه کې د مک ګریګور پښه ماته او ډسټین پویریر ګټونکی شو

Published

on

(Last Updated On: )

مشهور ایرلینډی لوبغاړی کانر مک ګریګور په یو اف سي- ۲۶۴ کې له ډسټین پویریر سره په لوبه کې خپله پښه ماته کړه او لوبه یې خپل امریکایي سیال ته پرېښوده.

لوبه د شنبې پر شپه د امریکا په لاس ویګاس کې ترسره شوه.

ایرلنډي مک ګریګور په لومړي پړاو کې ښه لوبه پیل کړه. د لومړي پړاو له پای ته رسیدو مخکې یې پر  پوریر سوک وار کړ؛ خو هغه بچ شو؛ خو خپله ناڅاپه کېناست او  پښه له پونډۍ ټیټه ماته شوه.

د پښې د ماتېدو له کبله یې ډاکټر سیالي ودروله او لوبڅار د تخنیکي رایې په ډالۍ کولو ډسټین پویریر د سیالۍ ګټونکی اعلان کړ.

دا دوه یم ځل دی، چې مک ګریګور له خپل امریکایي سیال ډسټین پویریرماتیږي.

Trending

Exit mobile version