سیمه ییز خبرونه
په لغمان روغتون کې د یوې مور څلور ماشومان زیږیدلي

(Last Updated On: )
په لغمان کې یوې ښځې د جمعې پر ورځ د لغمان په مرکزي روغتون کې څلور ماشومان زیږولي دي.
د داکتر پاینده محمد سهاک د څرګندونو له مخې، مور او د هغې څلور ماشومان؛ درې هلکان او یوه نجلۍ، ټول ښه او له روغتیا برخمن دي.
باختر آژانس د شنبې پر ورځ د دغو ماشومانو د پلار له خولې ليکلي؛ خوښ دى، چې الله پاک ورته څلور اولادونه ورکړي دي.
د دغو ماشومانو مور او پلار د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې اوسیږي.