سیمه ییز خبرونه
په لبنان کې د اسرائیلو د هوايي برید له کبله یو امریکايي وګړی ووژل شو
د کامل احمد جواد لور نادین جواد ویلي، چې پلار یې د سې شنبې پر ورځ په لبنان کې د اسرائیلو د برید له کبله د بې ګناه خلکو د ژغورلو د هڅو پر مهال ووژل شو.

رویټرز خبر ورکړی، چې په لبنان کې د اسرائیلو د یوه هوايي برید له کبله یو امریکايي وګړی وژل شوی دی.
د امریکا د ولسي جرګې غړې رشیده طلیب دفتر ویلي، چې د کامل احمد جواد نومي وژل شوي کس له کورنۍ سره په اړیکه کې ده.
د کامل احمد جواد لور نادین جواد ویلي، چې پلار یې د سې شنبې پر ورځ په لبنان کې د اسرائیلو د برید له کبله د بې ګناه خلکو د ژغورلو د هڅو پر مهال ووژل شو.
هغې زياته کړې، چې پلار يې له يوه روغتون سره نږدې له سپینږیرو او معيوبينو سره مرسته کوله.
د سپینې ماڼۍ ویاند د چارشنبې پر ورځ د احمد جواد پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او د هغه کورنۍ ته یې خواخوږي وړاندې کړه.
په لبنان کې د اسرائیلو وروستیو بریدونو سلګونه کسان وژلي، زرګونه ټپیان شوي او له یو میلیون ډېر کسان یې بې کوره کړي دي. اسرائيلو ويلي، چې د ايران ملاتړي حزب الله ملېشې یې موخه ده.