سیمه ییز خبرونه
په كندز كې د امريكا پر لگښت امنيتي ډلگيو ته د سرتېرو نيول پيل شول
په كندزكې د امنيتي گارډ( يا سي آى پي ) په نامه د نوې امنيتي ډلو لپاره د سرتېرو د جذبولو لړۍ پيل شوې ده.
محلي چارواكي وايي، چې:
دا ډلې به له پوليسو او محلي پوليسو بېله بڼه ولري، چې امريكايي ځواكونه به يې معاشونه او لگښتونه وركوي.
د كندز د پوليسو چارواكي وايي، چې :
پر دې سربېره تر اوسه ۹۰۰ نوركسان د محلي پوليسو په چوكاټ كې په څو ولسواليو كې گومارل شوي دي.
د كندزپه هوايي ډگركې د آيساف او پوليسو چارواكو په يوه خبري كنفرانس كې د امنيتي گارډ يا سي آى پي په نامه د نوې قطعې د جوړولو خبر وركړ.
د كندوزپوليسو كوماندان وايي، چې:
تراوسه د دې ډلې لپاره په قلعه ذال ولسوالۍ كې افراد نيول شوي او په علي آباد ولسوالۍ كې د ۱۵۰ نورو كسانو د نومليكنې چارې دوام لري، چې ځينو كسانو يې معاشونه هم ترلاسه كړي دي.
هغه وايي:
د محلي پوليسو د جوړولو پروسيجر اوږد و؛ نو په موقت ډول د سي آى پي په نامه د نويو ډلو څخه د امنيت په ټينگښت كې استفاده كيږي او امكان لري، چې دا تړون تر يوه كال وروسته هم وغځول شي .
كه څه هم تردې وړاندې اربكيانو او نظم عامه ساتونكي ځواكونو په ځينو سيمو او په ځانگړي توگه خان اباد كې امنيتي ستونزې جوړې كړې وې او ښايي دا نوې ډله هم ورته ستونزې جوړې كړي، خو د كندز د پوليسو قوماندان وايي چې سي آى پي په مستقيم ډول د پوليسو تر قوماندې لاندې ده او د افرادو د استخدام په وخت كې له محلي شورا څخه تضمين اخيستل شوى دى.
په كندزكې د آيساف ځواكونو كوماندان سايبراوتسكي وايي:
د سي آى پي نويو ځواكونو معاش د امريكا متحده ايالاتو له خوا وركول كيږي او تړون يې يو كلن دى.
د كندز د پوليسو كوماندان وايي:
په دې ولايت كې د امنيت د ټينگښت لپاره څه ننا څه څلور زره امنيتي ځواكونو ته اړتيا ده. په داسې حال كې ،چې اوس په دې ولايت كې د ملي پوليسو شمېر څه باندې ۲۰۰۰ تنو ته رسيږي . په كندوزكې د پوليسو مسوولين وايي، چې:
په امام صا حب، دشت ارچي، قلعه ذال، علي اباد ، خان آباد او چاردره ولسواليو كې تراوسه ۹۰۰ محلي پوليس جوړ شوي او پوځي زده كړې وركړشوي، چې د دې ځواكونو شمېر بايد ۱۲۰۰ تنو ته ورسيږي .
په كندزكې دا ډلې؛ ځكه جوړيږي، چې د ولسمشرد ځانگړي فرمان له مخې گڼې خصوصي امنيتي كمپنۍ لغوه او بې وسلې شوې دي.
سیمه ییز خبرونه
د ایران او پاکستان د ګازنللیکې له غځولو ملاتړ نکوو – امریکا
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې پر ورځ ( د وري اوومه) ویلي، چې د ایران او پاکستان د ګازنللیکې له غځولو ملاتړ نکوي او له تهران سره، چې د واشنګټن د بندیزونو له خطر سره مخ دی؛ د سوداګرۍ پر نکولو ټینګار څرګنوي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ د ایران او پاکستان د ګازنللیکه، چې د سولې نللیکه یادېږي.
دغه راز دا نللیکه د تهران او اسلامآباد ترمنځ یوه اوږدمهاله پروژه ده، چې له تېرو څو کلونو راپدیخوا څو ځلې ځنډول شوې او مالي چارې یې له ستونزو سره مخ شوې دي.
دا نللیکه له ایران څخه پاکستان ته، چې ختیځ ګاونډ یې دی؛ طبیعي ګاز لېږدوي.
ایران او پاکستان تېر اوړي دا پېنځه کلن سوداګریز پلان لاسلیک کړ او هوکړه وشوه، چې خپله دوه اړخیزه سوداګري به پېنځه میلیارډ ډالرو ته لوړه کړي.
په دې وروستیو ورځو کې د تهران پر وړاندې د واشنګټن د بندیزونو په اړه د اسلامآباد په تګلاره کې له پاکستانيو چارواکو متضادې څرګندونې اورېدل کېږي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ ویلي؛ د پاکستان حکومت له ایران څخه د طبیعي ګازو د واردولو د نللیکې د جوړولو لپاره د امریکا له بندیزونو او اجازې څخه معافیت ته اړتیا نلري.
دغه راز د پاکستان د تېلو وزیر مصدق ملک ټینګار کړی، چې هېواد یې د امریکا له بندیزونو څخه د معافیت په لټه کې دی.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د سې شنبې پر ورځ په یو خبري کنفرانس کې ویلي: مونږ تل ټولو ته دا مشوره ورکوو، چې له ایران سره سوداګري زمونږ د بندیزونو خطر لري او مونږ له ټولو غوښتي، چې د دې مسلې ټولو اړخونو ته پوره پاملرنه ولري.
له دې مخکې د جنوبي او منځنۍ آسیا په چارو کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډونالډ لو ویلي وه، چې اسلامآباد له ایران سره د ګازو د سوداګرۍ د ترسره کولو لپاره له بندیزونو د معافیت غوښتنه نده کړې او واشنګټن یې ملاتړ نکوي.
تېره میاشت د پاکستان چارسمبالي حکومت د دې نللیکې د ۸۰ کیلومټره برخې د جوړولو منظوري ورکړه، چې تر ډېره حده یې د ۷ میلیارډ ډالرو په پروژه کې د کلونو ځنډونو له کبله ایران ته د میلیاردونو جریمې د ورکولو مخه ونیوله.
ایران او پاکستان د ۲۰۰۹ کال په جون کې د ګازو د پېر او پلور تړون لاسلیک کړ، چې د نللیکې لپاره به د ایران له جنوبي پارس څخه پاکستان ته هره ورځ له ۷۵۰ میلیون څخه تر ۱ میلیارډ مټر مکعب ګاز صادروي.
ایران ادعا کوي، چې تر ۲۰۱۱ کال پورې یې له خپلې غاړې د ۹۰۰ کیلومټره نللیکې د غځولو چارې بشپړې کړي؛ خو د پاکستان له لوري یې د جوړولو کار ندی پیل شوی.
په تېرو کلونو کې ایران څو ځلې پاکستان ته ګواښ کړی، چې د نړیوال منځګړتوب او له تړون څخه د سرغړونې له کبله به ۱۸ میلیارډ ډالره جریمه شي.
د یادونې ده، چې تهران د اټومي پروګرام له کبله له تېرې یوې لسیزې راپدیخوا د واشنګټن تر بندیزونو لاندې دی.
سیمه ییز خبرونه
د مسکو د برید تر شا امریکا، بریټانیا او اوکراین لاس لري – FSB
د روسیې د فډرالي امنیتي خدماتو (FSB) رییس الکساندر بورتنیکوف د سې شنبې پر ورځ څرګنده کړې؛ امریکا، بریټانیا او اوکراین د مسکو د وسلهوال برید تر شا لاس لري، چې په کې لږ تر لږه ۱۳۹ کسان ووژل شول.
اوکراین په دې برید کې، چې پړه یې داعش وسلهوالې ډلې منلې؛ د روسیې تورونه رد کړي دي.
رویټرز راپور ورکړی، چې لویدیځو هېوادونو ویلي؛ د دوی استخباراتي څرګندونې ښیي، چې د داعش افغان څانګه د برید مسووله ده.
روسیې د شنبې پر ورځ ویلي، چې مسکو ته نږدې یې د کنسرت په یوه تالار کې يې پر ډزو او وژنې تورن ټول څلور وسلهوال نیولي دي.
داعش د جمعې د ورځې د وسلوال برید پړه پر غاړه واخیسته؛ خو داسې نښې نښانې شته، چې روسیه یې له اوکراین سره اړیکې څاري. په داسې حال کې، چې اوکرایني چارواکې په کې لاس لرل ردوي.
د مسکو والي اندرې وروبیوف ویلي؛ په ۲۴ ساعتونو کې له کنډوالو څخه ۱۳۳ جسدونه را ایستل شوي او ډاکټران د ۱۰۷ کسانو د ژغورنې لپاره مبارزه کوي.
د دولتي ټلویزیون مدیره مارګریتا سیمونیان پرته له دې، چې سرچینې ته نغوته وکړي؛ د ځاني زیان شمېر ۱۴۳ ښودلی و.
پوتین په یوه ټلویزیوني وینا کې ویلي، چې د څلورو وسلهوالو په ګډون ۱۱ کسان نیول شوي دي.
نوموړی وایي: هغوی د پټېدو هڅه وکړه او اوکراین ته پر لاره ول او د لومړنیو معلوماتو له مخې د اوکراین له لوري د دوی لپاره یوه لار چمتو شوې وه، چې د دولت له پولې تېر شي.
د روسيې د FSB ادارې ويلي، وسلهوالو له اوکراين سره اړيکې درلودې او له پولې سره نږدې نيول شوي دي. د رویټرز د راپور له مخې؛ دوی مسکو ته لېږدول شوي دي.
له دې مخکې د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروا ویلي وه، چې داعش د امریکا پر دښمنانو برید کوي.
سیمه ییز خبرونه
په بلوچستان کې د پاکستان د بحري ځواک پر هوايي اډه وسلوال برید وشو
د پاکستان د بلوچستان ایالت په تربت ښار کې د پاکستان د بحري ځواکونو پر هوایي ډګر ډلهییز وسلهوال برید شوی دی.
د پاکستان سیمهییزو رسنیو د پاکستان د اړوند چارواکو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ امنیتي ځواکونو د دوشنبې پر شپه د بلوچستان ایالت د بحري ځواکونو په یوه هوايي اډه کې شپږ وسلوال وژلي دي.
ډان ورځپاڼې د مکران د کمشنر سعید احمد عمراني د څرګندونو له مخې ویلي، چې د تربت هوايي ډګر په شاوخوا کې د ډزو او درندو چاودنو راپورونه ورکړ شوي دي.
نوموړي ویلي: وسلهوالو پر هوايي ډګر له درې خواوو څخه بريد وکړ؛ خو امنيتي ځواکونو سمدستي ځواب ورکړ او د هغوى د ورننوتلو هڅه يې شنډ کړه.
نوموړي د مرګ او ژوبلې په اړه کره شمېر څرګند نکړ؛ خو وایي، چې تر دې دمه د سیمې روغتون ته کوم مړى او ټپي ندى رسېدلى.
پي این ایس صدیقي، چې د پاکستان تر ټولو لویه بحري هوايي اډه ده؛ د برید موخه وه.
امنیتي چارواکو د دوشنبې پر شپه ویلي، د تربت هوايي ډګر له پولې بهر “شپږ ترهګر وژل شوي”، چې ورسره د اډې امنیت ډاډمن شوی دی.
هغه زیاته کړې: د حساسو بحري تاسیساتو د زیان راپور هم نلرو.
د سیمې خلکو ویلي؛ په تربت ښارګوټي کې د ۱۲ چاودنو غږونه اورېدل شوي او ډزې، چې د شپې له شاوخوا لس بجو پیل شوې د شپې تر ناوخته روانې وې.
د بلوچستان ازادي غوښتونکي اردو د دې برید پړه منلې ده.
-
تازه خبرونه3 days ago
په پاکستان کې ځانمرګي د ۵ چینايي انجینرانو په ګډون ۶ کسان ووژل
-
سوداگري4 days ago
افغانستان ته د پاکستان راغلی پلاوی پر اقتصادي همکاریو خبرې کوې
-
تازه خبرونه4 days ago
بیات بنیاد په ننګرهار کې اړمنو کورنیو ته د روژې مرستې ووېشلې
-
تازه خبرونه5 days ago
په هرات کې له ۵۰۰ ډېر لرغوني آثار موزیم او آرشیف ته سپارل شوي
-
تازه خبرونه2 days ago
په کابل کې سلګونه اړمنې کورنۍ د بیات بنیاد د روژې له مرستو برخمنې شوې
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان په تورخم کې سرحدۍ ځواکونو د فډرالي څېړنو ادارې ۶ کارکوونکي وهلي
-
تازه خبرونه1 day ago
د ټاپي ګاز شرکت اجرائیه رییس له وروستیو پرمختګونو خوښي څرګنده کړه
-
سوداگري3 days ago
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ استازیو پر ننګونو خبرې وکړې