تکنالوزی
په كابل كې د پرانستو وړيا ټيكنالوژيو ۳ ورځنى نړيوال كنفرانس پيل شوى
په دې كنفرانس كې، چې د يونسكو په همكارۍ د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټيكنالوژۍ وزارت له خوا جوړشوى؛ د يو شمېرهېوادونو د ټيكنالوژۍ او مخابراتو وزارتونو استازيو په كې گډون كړى.
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټيكنالوژۍ وزارت سرپرست اميرزي سنگين او د يونسكو استازي د پرانستو وړيا ټيكنالوژيو يا ( اوپن سورس) په اړه معلومات وركړل او هغه يې د افغانانو لپاره گټور ونوماوه.
په دې اړه د اريانا ټلويزيون خبريال حبيب الله بختيال څرگنده كړې، چې:
د مركزي آسيا لپاره د پرانستو وړيا ټيكنالوژيو يا ( اوپن سورس ) نړيوال درې ورځنى كانفرانس د يكشنبې په ورځ(د تلې په ۲۴) په كابل كې پيل شو.
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټيكنالوژۍ وزارت سرپرست وايي، چې:
افغانستان دا مهال د معلوماتي ټيكنالوژۍ په برخه كې د كمپيوټر پروگرامونو ته ډېره اړتيا لري او دوى ددې كنفرانس له لارې غواړي دا وښيي، چې څنگه كولى شو اوپن سورس يا پرانستې وړيا تكنالوژي ترلاسه او وكاروو .
د دې كنفرانس گډونوالو د ځوان نسل لپاره د معلوماتي ټيكنالوژۍ په تېره بيا د اوپن سورس يا وړيا او پرانستو ټيكنالوژيو موجوديت او برابرول مهم وبلل.
د دې كنفرانس يو گډونوال اشرف غني احمدزى وايي:
د مركزي آسيا په هېوادونو كې شاو خوا يو ميليارډ كسان په بېوزلۍ كې ژوند كوي او دوى نه شي كولى له نوې ټيكنالوژۍ نوي پرمختللي پروگرامونه په بيع واخلي؛ نو، ځكه پرانستو وړيا ټيكنالوژيو يا (اوپن سورس) ته د افغانانو لاسرسى مهم دى.
نوموړي ټينگار كړى، چې:
مونږ بايد ددې وړتيا ولرو، چې پرمختللى كار تر سره كړو؛ درملنه وكړو لكه د انټرنيټ له لارې. دا بايد په ټوليز، گروپي او تفاهمي ډول پر مخ ولاړ شي، چې بې له دې زمونږ د ځوانانو راتلونكى نه شي روښانه كيدى.
په دې كنفرانس كې د يونسكو استازي شاهرخ وويل، چې:
دوى به اوپن سورس يا وړيا او پرانستو ټيكنالوژيو ته د افغانانو د لاسرسي په برخه كې خپلو مرستو ته دوام وركړي.
دغه كنفرانس به، چې د امريكا ، كاناډا ، هند ، نيپال ، ايران ، پاكستان او تاجكستان استازيو په كې برخه اخيستې درې ورځې دوام وكړي.
تکنالوزی
د بریتانیا د پوځ د تویتر او یوتیوب حسابونه هک شول
د بریتانیا پوځ تائید کړې، چې د دوی رسمي تویتر او یوتیوب حسابونه هک شوي، چې برید کوونکيو د اسعارو د درغلۍ پروژو د ودې لپاره کارولي دي.
د بریتانیا د اردو تویتر پاڼې ته له لاسرسي وروسته؛ هکرانو د خپل پروفایل انځور، د اکاونټ نوم، د پاڼې توضیحات او د پوښ عکس بدل کړ، چې ځان خپلو شومو موخو ته ورسوي.
اکاونټ د NFT د ډالیو په اړه بېلابېل تویتونه درلودل. کله، چې دا هک شوی و او د اوبپاڼې په سر کې یې یو پوسټ خپور کړ، چې کاروونکیو ته د جعلي NFT ضرب ویب پاڼې ته لارښوونه کوي.
هکرانو د بریتانیا د پوځ د یوتیوب چینل هم کنټرول کړي او د ټولو ویدیوګانو د حذف کولو پرمهال یې د دې اکاونت نوم او پروفایل عکس بدل کړی، چې د پانګونې شرکت Ark Invest پرځای ځان معرفي کړي.
دوی ډېرې داسې ویدیوګانې هم اپلوډ کړي، چې د جک ډورسي او ایلان ماسک پخوانۍ ژوندۍ خپرونې وې. دغه ویډیوګانې له دې مخکې د آرک انویسټ B Word کنفرانس کې خپرې شوې وې؛ خو هکرانو پرې د کاروونکیو د چلولو لپاره فرعي سرلیکونه اضافه کړل. دې چینل په یو وخت کې کاروونکیو ته څلور ژوندۍ خپرونې وړاندې کړي، چې ځینو یې زرګونه لیدونکي درلودل.
دا اوس هم څرګنده نده، چې دا اوبپاڼې کله د هکرانو لاس ته ورغلې وه؛ خو داسې ښکاري، چې اوس یې کنټرول بېرته د پوځ په لاس کې دی.
تکنالوزی
د زه او ماشوم مې اپلیکیشن افغانان مینې او پالنې ته هڅوي
د زه او ماشوم مې اپلیکیشن یوه بنسټیزه ځانګړنه دا ده، چې د ماشوم د ودې درې ګونه ( له زېږون مخکې، د زېږون په بهیر کې او له زېږون وروسته ) پړاوونو ته په کې پوره پاملرنه شوې ده.
یو شمېر افغان ډاکټرانو او ارواپوهانو ويلي؛ د ماشوم د ژوند لومړۍ اته میاشتې ډېرې مهمې دي او د پروګرام پر بنسټ لوی شوی ماشوم، د هغه ماشوم په پرتله، چې له پلان پرته لویېږي د ډېرو لاسته راوړنو لرونکی وي.
د ماشوم پوهانو د څرګندونو له مخې؛ د اپلیکیشن د اورېدو برخه هم د ماشوم او والدینو ترمنځ د اړیکو په رامنځته کولو کې ډېره مرسته کولی شي.
د هېواد ارواح پوه زکریا بارکزی د دغه اپلیکیشن په اړه وايي: له دې مخکې د ماشوم والدینو له اتیزمه/ مادي نړۍ ته نه پاملرنه یا په ځان کې پاتې کېدو / اندېښنه ښودله او نه پوهېده، چې ماشوم یې تر څلور کلنۍ پورې ولې خبرې نشي کولی او یا داسې نورې هڅې تر سره کوي، چې مور او پلار ته یې نه یوازې د زغم وړ ندي، بلکې پرې پوهېدی هم نشي؛ خو له نېکه مرغه په دغه اپلیکیشن کې دا ټولې ستونزې په پام کې نیول شوې دي.
د ارواح پوه ډاکټر زکریا بارکزي د څرګندونو له مخې؛ دا اپلیکیشن په رښتیا هم کولی شي په ماشومان وهڅوي، چې له ځانه بهر نړۍ سره هم اړیکې ټینګې کړي.
زکریا بارکزي د دې په اړه، چې له ماشوم سره لوبې د ماشوم په ژوندانه او وده کې څومره اړینې دي وایي: که یو ماشوم زړورتیا زده کوي هوښیارتیا ترلاسه کوي، پوهاوي ته رسیږي او له زغم او صبره برخمن کیږي؛ دا هر څه یوازې له لوبو او له والدینو سره له بوختیاوو ترلاسه کوي؛ ځکه، نو مونږ په لومړي، دوه یم او درېیم کال کې هم له ماشومانو سره مرستې او لوبې کولو ته لومړیتوب ورکوو. اوس له نېکه مرغه، چې دا اپلیکیشن جوړ شوی؛ ټولې اړوند برخې رانغاړي او د ودې ټول پړاوونه تر پوښښ لاندې نیسي.
دغه راز د عامې روغتیا وزارت چارواکو ويلي؛ په رښتیا هم، چې د هېواد په اوسنیو حالاتو کې د کارنده ګرځند یا سمارټ فون د کاروونکیو لپاره د دغه اپلیکیشن د کارولو نوښت یو ښه زیری دی.
د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دا اپلیکیشن، چې څنګه یو ماشوم له بهرنۍ نړۍ سره اړیکې ونیسي او د افغانستان له عنعنوي او فرهنګي ارزښتونو سره په مطابقت کې ډاډه وده او پراختیا تر لاسه کړي؛ د بشپړې پاملرنې یو ښه لارښود دي.
د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالسۍ مرستیال محمد حسن غیاثي ویلي: افغانستان هغه هېواد دی، چې له څلور لسیزو راپدیخوا له بېلابېلو ستونزو سره مخ دی؛ فرهنګي بېخبناوې مو زیانمنې شوي او چټکې رغونې ته اړتیا لري؛ خو د رغونې په بهیر کې مونږ باید دا ډاډ ترلاسه کړو، چې په خپلو هڅو کې د راتلونکیو نسلونو روحي او رواني زیانونه راکم کړو. زه فکر کوم، چې د زه او ماشوم مې اپلیکیشن دغې موخې ته د رسېدو لپاره یو ښه پیل دی او باید د کارولو لپاره یې ډاډمن ګامونه پورته شي.
همدارنګه په دې اپلیکیشن کې یادونه شوې، چې مور او پلار له ماشوم سره څومره وخت تېر او څنګه له خپلو ماشومانو سره پر خبرو اترو سربېره اړیکې ټینګې کړي.
همدارنګه باید وپوهیږو، چې په دې اپلیکیشن کې د ماشومانو لوبې د ماشومانو لپاره څومره اغېزمنې دي.
خبریاله عایشه ستانکزۍ په دې اړه څرګندوي: ډېری وخت مور او پلار بوخت وي او د خپلو ماشومانو ښه پالنه نشي کولی؛ د خپلو ماشومانو مخې ته د لوبو سامانونه اچوي او خپله ځان د کور په کارونو کې بوختوي. فکر کوي، چې په دې توګه له خپل ماشوم پالنه کوي؛ خو دوی نه پوهیږي، چې ماشوم یې په رښتیا کومو سامانونو او څه ته اړتیا لري؟ دوی اړ دي، چې د خپل ماشوم پر اړتیاوو د پوهېدو لپاره ورسره اړیکه ونیسي او پر اړتیاوو یې ځان وپوهوي. د دغه اپلیکیشن رامنځته کول کولی شي له والدینو سره په اړیکو ټینګولو کې مرسته وکړي او وپوهیږي، چې څنګه او کله په ځانګړیو شرایطو کې له خپلو ماشومانو سره اړیکې ونیسي.
دا په داسې حال کې ده، چې په نننۍ ټولنه کې د دې اپلیکیشن له جوړولو او رامنځته کولو موخه داده، چې نه یوازې د ماشومانو ښوونې او روزنې، ودې او پراختیا ته پام راواړول شي، بلکې ماشومان هم پوهوي، چې څنګه خبرې وکړي، زړور شي او له نورو سره د ښه چلند اړتیا احساس کړي.
تکنالوزی
امریکا په اوکراین کې د سټلایټ انټرنیټ د زیانمنېدو څېړنه کوي
د لویدیځ څارګرې ادارې د هغو ناڅرګندو کسانو د سایبري برید په اړه پلټنه کوي، چې پر اوکراین یې د روسیې د برید پر مهال د سپوږمکۍ انټرنیټ ته لاسرسی زیانمن کړی دی.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د امریکا ملي امنیت ادارې شنونکي، د فرانسې د حکومت سایبري امنیت اداره او د اوکراین استخباراتي اداره لګیا دي ارزونه کوي، چې آیا روسیه په دې برید کې ښکېل ده او کنه.
د سپوږمکۍ پر سایبري خدماتو برید د فبرورۍ پر ۲۴ د سهار ۵ او ۹ بجو ترمنځ اوکراین ته د روسي ځواکونو له وردننه کېدو او توغندیو توغېدو سره همهاله پیل شو، چې په کې د روسیې د پلازمینې په ګډون لوی ښارونه ولګېدل.
د يادونې ده، چې په دې سایبري بريد کې پر اوکراين سربېره په ټوله اروپا کې سلګونه زره کسان له انټرنیټه بې برخې او افلاین شول.
-
تازه خبرونه3 days ago
مونږ او اسلامي امارت ډېر توپيرونه لرو – د سوریې واکمن
-
تازه خبرونه4 days ago
آریانا ټلویزیون د کرکټ ټست نړیوالې اتلولۍ د پایلوبې د خپراوي حق ترلاسه کړ
-
نړۍ4 days ago
ناټو ته د اوکراین د پوځي مرستو د همغږۍ دنده وروسپال شوه
-
لوبی4 days ago
د افغانستان او زمبابوې کرکټ لوبه د باران له کبله لغو شوه
-
تازه خبرونه3 days ago
د کابل- کندهار پر لويه لار د دوه ترافيکي پېښو له کبله له ۱۰۰ ډېرو کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
لوبی3 days ago
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د زیمبابوې پر وړاندې ستره بریا خپله کړه
-
روغتيا3 days ago
د هرات حوزوي روغتون د اسانتیاوو د نشتوالي ستونزه لري
-
نړۍ9 hours ago
په برازیل کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله ۳۰ کسان مړه شول