لوبی

په قطر ۲۰۲۲ نړیوال جام کې د کروشیا ملي لوبډلې درېیم ځای خپل کړ

Published

on

(Last Updated On: )

د قطر د ۲۰۲۲ نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې د کرویشیا د فوتبال ملي لوبډلې وکولی شول، چې د مراکش لوبډلې ته ۲:۱ پر توپیر ماتې ورکړي.

دا سیالي د شنبې پر ورځ د دسمبر ۱۷ د خلیفه په نړیوال لوبغالي کې د ماښام پر ۷ بجو پیل شوه.

د کروشیا لوبډلې غړي ګواردیول د لوبې په اوومه دقیقه کې لومړی ګول وواهه او بیا په نهمه دقیقه کې “دري” د مراکش لپاره ګول ترسره کړ.

لوبه د لومړۍ نیمايي تر وروستیو دقیقو پورې مساوي روانه وه؛ خو اورسیچ په ۴۲ دقیقه کې د کروشیا لپاره  دوه یم ګول وواهه.

لوبه په دوه یمه نیمايي کې هم له همدې پایلې سره پای ته ورسیده او کروشیا وکولی شول، چې د ۲۰۲۲ کال په نړیوال جام کې درېیم ځای خپل کړي او  مراکش بریالی شو، چې د نړیوال جام څلورمه لوبډله اعلان شي.

د یادولو وړ، چې د ۲۰۲۲ ز. کال د قطر فوتبال نړیوال جام وروستۍ لوبه سبا شپه د ارجنتاین او فرانسې د فوتبال ملي لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.

Trending

Exit mobile version