لوبی
په قطر کې د ۲۰۲۲ کال د نړیوال جام د غوراوي سیالیو ته پچه اچونه ترسره شوه
دا د فوټبال وروستی نړیوال جام دی، چې ۳۲ لوبډلي یې لوبوي او دغه راز لومړنۍ پړاو دی، چې په دوبي نه ترسره کیږي.
د جمعې پر ورځ د اپریل پر لومړۍ نیټه په دوحه کې د فوټبال د نړۍ د تر ټولو سترې سیالۍ لپاره د پچې اچونې بهیر له هغې وروسته ترسره شو، چې قطر د کوربه هېواد په توګه مخکې له دې، چې د غوراوي په نړیوال جام کې ولوبیږي ۲۲ سیالۍ ته لاره پیدا کړه.
دا به په نړیوال جام کې د قطر ملي لوبډله لومړی ګډون وي.
په قطر کې د ۲۰۲۲ کال نړیوال جام ته لار ۲۹ لوبډلو لار موندلې په نومونه یې په لاندې ډول دي:
په اروپا کې : بلجیم ، آلمان، انگلیس، آسپانیا، پرتګال، فرانسه، صربستان، پولینډ، کرواسي، سوئیس، ډانمارک، هالینډ،
د جنوبي امریکا برازیل، ارجنټاین،ایکواډور، یوروګوای،
له آسیا: ایران، سویلي کوریا، جاپان، سعودي عربستان، قطر،
د آفریقا کیمرون، مراکش، ګانا، تونس، سینیګال
شمالي او مرکزي امریکا: کاناډا، مکسیکو، امریکا
پاتې درې نورې لوبډلې به په پلی اف کې ځانګړې کېږي.
د آسیايي په پلې آف لوبو کې به آسترالیا له عربي متحده اماراتو سره مخامخ کېږي او په نړیوالو لوبو کې به د دې لوبې ګټونکی له پیرو (جنوبي امریکا) سره مخامخ کېږي او په قطر کې به د دې لوبې ګټونکی د ۲۰۲۲ کال په نړیوال جام کې د ګډون اجازه ترلاسه کړي.
د اروپا په لوبو کې به د سکاټلنډ او اوکراین ترمنځ د لوبې ګټونکی، چې پر اوکراین د پوتین له پوځي برید له کبله ځنډول شوې وه؛ له ویلز سره مخامخ کېږي او د دې وروستۍ لوبې ګټونکی به د ۲۰۲۲ نړیوال جام سیالیو ته لار ومومي.
د کوسټاریکا او نیوزیلنډ ملي لوبډلې به هم د یو بل پر وړاندې ودریږي او د دې سیالیو ګټونکی به په قطر کې د ۲۰۲۲ کال نړیوال جام لوبو ته لار ومومي.
په قطر کې د ۲۰۲۲ نړیوال جام لپاره پچه اچونه په لاندې ډول ده:
د A ګروپ: قطر، اکواډور، سنیګال او هالنډ
د B ګروپ: انګلستان، ایران، امریکا او د اروپا د لوبو ګټونکي (ویلز، اوکراین او سکاټلینډ)
د C ګروپ: ارجنټاین، سعودي عربستان، مکسیکو او پولنډ
د D ګروپ: فرانسه، د وچو تر منځ د لوبې ګټونکی (پیرو، آسټرالیا او عربي متحده امارات)، ډنمارک او تونس
د E ګروپ: هسپانیه، د وچو تر منځ د لوبې ګټونکی (نیوزیلینډ یا کوسټاریکا)، جرمني او جاپان
د F ګروپ: بلجیم، کاناډا، مراکش او کروشیا
د G ګروپ: برازیل، سربیا، سویس او کامرون
د H ګروپ: پرتګال، ګانا، یوراګوای او سویلي کوریا
د قطر د ۲۰۲۲ نړیوال جام جنتری
د ۲۰۲۲ کال نړیوال جام د ۲۰۲۲ کال د نومبر پر ۲۱ پیلېږي، چې د نړیوال جام وروستی پړاو دی او د ۳۲ لوبډلو په ګډون ترسره کېږي او د لومړنی نادوبنی ټورنمنټ دی.
د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام، چې د درې هېوادونو؛ امریکا، کاناډا او مکسیکو پر کوربتوب به په کې ۴۸ لوبډلې ولوبیږي.
په دې وروستیو ورځو کې د قطر ۲۰۲۲ کال نړیوال جام سیالیو مهالوېش اعلان شو، چې له مخې به یې ګروپي پړاو د نومبر له ۲۱ پیل او د دسمبر په ۳ پای ته ورسېږي.
د ۱۶ پړاو سیالۍ به د دسمبر د ۳ او ۶ ترمنځ ترسره شي.
کوارټر فاینل پړاو د دسمبر پر نهمه او لسمه نېټه ترسره کیږي.
د نیمه وروستي پړاو لوبې د ډسمبر پر دیارلسمه او څوارلسمه نېټه ترسره کیږي.
د ۲۲ نړیوال جام وروستۍ لوبه به د ډسمبر پر اووه لسمه نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د لوسییل په لوبغالي کې ترسره شي.
د ۲۰۲۲ نړیوال جام ګروپي لوبې ګړۍ
لومړۍ لوبه: د مرکزي اروپا پر وخت ۱۱:۰۰
دوه یمه لوبه: د مرکزي اروپا پر وخت ۱۴:۰۰
درېیمه لوبه: د مرکزي اروپا پر وخت ۱۷:۰۰
څلورمه لوبه: د مرکزي اروپا پر وخت ۲۰:۰۰