تازه خبرونه
په قطر کې د دوحې دوهویشتمه غونډه جوړه شوه
د هېوادونو یو شمېر چارواکو په خپلو ویناوو کې د افغانستان یادونه وکړه او ټینګار وشو، چې له دې هېواد سره باید د سولهییزې حل لارې او د ثبات پر لور له حرکته ملاتړ وشي.
د قطر په پلازمېنه دوحه کې د دوحې دوهویشتمه غونډه د څه باندې ۱۰۰ هېوادونو د استازو، ډیپلوماټانو او لوړ پوړو چارواکو په ګډون پیل شوه.
د هېوادونو یو شمېر چارواکو په خپلو ویناوو کې د افغانستان یادونه وکړه او ټینګار وشو، چې له دې هېواد سره باید د سولهییزې حل لارې او د ثبات پر لور له حرکته ملاتړ وشي.
د دې غونډې لوی هدف د نړۍ د پرمختګونو او بحرانونو په ځانګړي توګه په منځني ختیځ کې د جګړې په اړه خبرې کول دي.
د روسیې بهرنیو چارو وزیر امریکا پر دوه مخي چلند تورنه کړه او له افغانستان څخه یې د دې هېواد وتل د شرم وړ وبلل.
سرګي لاروف ویلي: مونږ هیڅکله په کابل کې خپل سفارت ندی پریښی. په کابل کې زمونږ سفارت د امریکايي اشغال او د هغوی د شرموونکي وتلو پر مهال خلاص ساتل شوی و. طالبان د یوې ډلې په توګه د ملګرو ملتونو د ترهګرو په ډله کې ندي؛ خو مشران یې په انفرادي ډول په دې نوملړ کې دي.
له بلې خوا د ناروې بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د داخلي کړکېچونو په ګډون د ډېرو شخړو حل د خلکو او توکمونو په خبرو کې راځي او ناروې هم د افغانستان د ستونزو د اواري لپاره هڅې کړې دي.
سپین بارټ ایډ ویلي؛ ناروې د خبرو اترو د منځګړیتوب او اسانتیاوو رامنځته کولو اوږد تاریخ لري. مونږ باور لرو، چې د کار سرته رسولو او بحرانونو حل کولو لپاره تاسې اړتیا لرئ له خلکو سره خبرې وکړئ. هرڅوک، چې په کې ښکېل دي؛ حتا هغه څوک، چې تاسې ورسره موافق یاست او په ډېري شیانو کې موافق یاست. د داسې ډلو سره خبرې کول به ستاسې کار اسانه کړي. مونږ له دې مخکې د منځني ختیځ، وینزویلا او افغانستان په اړه د خبرو اترو زمینه برابره کړې ده.
له دې مخکې د بهرنیو موسسو یو شمېر چارواکو او استازیو د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې او د افغانستان له خلکو سره یې پر ملاتړ ټینګار وکړ.
تازه خبرونه
له ۲۰۰ ډېر له بنده خوشې شوي کډوال هېواد ته راستانه شول
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي؛ په روانه اوونۍ کې ۲۲۸ افغان کډوال، چې په عراق او پاکستان کې بندیان ول؛ خوشې شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
یاد کسان د سپین بولډک او نیمروز د بیا میشتیدنې ریاستونو له نوملیکنې او د وزارت همکارو ادارو څخه د مرستې ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي ځایونو ته ولېږدول شول.
تازه خبرونه
په افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړول د جګړې د مخنیوي لپاره اړین دي – ایران
ایرواني د چارشنبې پر ورځ( د لیندۍ نولسمه / د ډسمبر لسمه ) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې «په افغانستان کې وضعیت» تر سرلیک لاندې وینا کې ویلي: « د داسې یو ټولګډونه حکومت جوړول، چې رښتیا هم د خلکو استازیتوب وکړي؛ د تلپاتې سولې او ثبات، د جګړې د بیا راڅرګندېدو او د پراخو کډوالو د بهیر د مخنیوي، امنیتي تضمین، اقتصادي پرمختګ او د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو د حقونو د درناوي لپاره اړین دي.»
تازه خبرونه
د افغانستان علماوو له هېواد او شرعي نظام څخه د دفاع فرضیت اعلان کړ
د هغه پرېکړه لیک له مخې، چې آریانا نیوز ترلاسه کړی راغلي؛ تېره ورځ په کابل پوهنتون کې د هېواد له زر ډېرو عالمانو او مشایخو د افغانستان د حریم د نقض په غبرګون کې یو پرېکړه لیک وړاندې کړ، چې په کې راغلي؛ له خپلو حقونو، ارزښتونو او شرعي نظام دفاع فرض عین ده او د تېري پر وړاندې دفاع مقدس جهاد دی.
د افغانستان د ټولو ولایتونو یو شمېر علماوو د اسلامي نظام د دفاع او حريم د ساتنې په اړه د خپلې ناستې پرېکړه اعلان کړې ده.
د هغه پرېکړه لیک له مخې، چې آریانا نیوز ترلاسه کړی راغلي؛ تېره ورځ په کابل پوهنتون کې د هېواد له زر ډېرو عالمانو او مشایخو د افغانستان د حریم د نقض په غبرګون کې یو پرېکړه لیک وړاندې کړ، چې په کې راغلي؛ له خپلو حقونو، ارزښتونو او شرعي نظام دفاع فرض عین ده او د تېري پر وړاندې دفاع مقدس جهاد دی.
په دې پرېکړه لیک کې ټينګار شوي؛ هیچاته به اجازه ورنکړ شي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي او که څوک دغې پرېکړې ته پاملرنه نهکوي؛ اسلامي امارت حق لري، چې پر وړاندې یې تصمیم ونیسي.
د عالمانو په دې غونډه کې له اسلامي امارت غوښتنه وشوه، چې د اسلامي امارت د رهبر د سپارښتنې له مخې هیچاته اجازه ورنهکړ شي، چې نورو هېوادونو ته د پوځي هڅو د ترسره کولو لپاره ولاړ شي.
دا غونډه په داسې وخت کې ترسره کېږي، چې د امنیتي مسلو په اړه د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی بېساري کچې ته لوړ شوی دی.
-
نړۍ3 days agoټرمپ د بېړنۍ ویزې ته د ۱ میلیون ډالرو طلايي کارت پروګرام پیل کړ
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoپه پاکستان کې ۱۰ پوځیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان د درملو صادرات له ۲۰۰ میلیون ډالرو زیان سره مخ شول
-
سوداگري4 days agoد پاکستان او افغانستان سوداګر میلیارډونه ډالر زیانمن شول
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان د بې نظمه او جرم ځپلو هېوادونو په نوملړ کې راغی- ټرمپ
-
تازه خبرونه4 days agoیوناما د افغانانو د حقونو د ساتنې غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړول د جګړې د مخنیوي لپاره اړین دي – ایران
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان علماوو له هېواد او شرعي نظام څخه د دفاع فرضیت اعلان کړ
