تازه خبرونه

په فاریاب کې یوه ښځینه ځانمرګې موخې ته له رسیدو مخکې ووژل شوه – چارواکي

Published

on

(Last Updated On: )

د فاریاب ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د یکشنبې پر ورځ یوه ښځینه ځانمرګې بریدګره له خپلو درې ملګرو سره وژل شوي دي.

د فاریاب پولیسو ويلي، چې دې میرمن غوښتل د قیصار ولسوالۍ پر امنیه قومندانۍ برید وکړي، چې هدف ته له رسیدو مخکې له درې نورو کسانو سره ووژل شول.

پولیسو زیاته کړې، په پیښه کې درې نور کسان هم ټپیان شوي دي.

پولیسو د ښځې یا نورو قربانیانو هویت په ډاګه کړی ندی.

په ورته وخت کې د فاریاب د پولیسو ویاند عبدالکریم یورش ویلي، چې د وژل شویو کسانو جسدونه د پېژندنې ندي او په سیمه کې د نښتو او د طالبانو د موجودیت له کبله پرې څېړنو ستونزمنې دي.

Trending

Exit mobile version