تازه خبرونه

په فارياب کې دوه کان کېندونکي او يو امنيتي مسوول ناڅرګندو وسلوالو وژلي

Published

on

(Last Updated On: )

د فارياب ولايت سيمه ييزو سرچينو ويلي، چې ناڅرګندو وسلوالو د دغه ولايت په دولت آباد ولسوالۍ کې د مالګې دوه کان کېندونکي او د دغه کان د امنيت مسوول وژلي دي.

د سیمه ییزو سرچينو د څرګندونو له مخې، دا پېښه تېره شپه (د لړم څوارلسمه) رامنځته شوې او وسلوال کسان له سيمې تښتېدلي دي.

د فارياب امنيه قومندانۍ وياند حميدالله بت شکن هم دغه پېښه تائيدوي او وايي، چې وسلوال کسان له دغه جنايت وروسته له سيمې تښتېدلي؛ خو لټه یې روانه ده.

تر اوسه هیچا د دې پېښې پړه پر غاړه نده اخیستې.

Trending

Exit mobile version