تازه خبرونه
په غور ولايت کې د ژغورنې د عملیاتو پر مهال يوه پوځي چورلکه رالوېدلې
نن سهار (چارشنبه د غویی شپږویشتمه ) د غور ولایت په مرکز فیروزکوه ښار کې د ملي اردو یوه چورلکه راغورځېدلې، چې په کې ۱ کس مړ او ۱۲ نور ټپیان دي.
د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي زیاته کړې؛ د هوايي ځواک «MI 17» ډوله چورلکه غور ولایت د یوه فلانکوچ موټر د هغو کسانو د جسدونو د راایستلو لپاره لېږل شوې وه، چې د هریرود سیند ته لوېدلی و. د ژغورنې له عملیاتو وروسته دغه چورلکه له تخنیکي ستونزې سره مخ او په فیروزکوه ښار کې د بېړنۍ ناستې پر مهال له یوه دیوال سره ولګېده او راوغورځېده.
آریانانیوز ته د دې چورلکې د رارسېدلې ویډیو له مخې؛ په اوبو کې د چورلکې د راغورځېدو پر مهال یو شمېر کسان هم لیدل کیږي.
ویل کیږي، چې یوه ورځ مخکې د فیروزکوه په غازي دره سیمه کې فلانکوچ موټر له سړکه واوښت او په هریرود سیند کې ډوب شو، چې له کبله یې دوه کسان مړه او یو بل ټپي شوی و.