نړۍ

په غزه کې د اوربند ناڅرګند برخلیک او پر رفح د عملیاتو د غځېدا غوښتنه

Published

on

(Last Updated On: )

حماس د دوشنبې پر ورځ په غزه کې د منځګړیتوب له لارې د اوربند له وړاندیز سره هوکړه وکړه؛ خو اسرائیلو ویلي، چې شرطونه یې د دوی غوښتنې نه پوره کوي او په رفح کې به تر هوکړې پورې پوځي عملیات روان وساتل شي.

په تېرو اووه مياشتو کې پر غزې د اسرائيلو په بريدونو کې له ۳۴ زره ډېر کسان وژل شوي او دا دی اسرائيلو اوس د غزې په سویل کې پر رفح ، چې له يو ميليون ډېرو فلسطينيانو پناه وروړې؛بريدونه پيل کړي دي.

حماس په یوه لنډه خبرپاڼه کې څرګنده کړې؛ د دوی مشر اسماعیل هنیه قطري او مصري منځګړیو ته خبر ورکړی، چې دوی د اوربند وړاندیز منلی دی.

د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو دفتر څرګنده کړې، چې د اوربند وړاندیز د اسرائیلو له غوښتنو سره سم ندی؛ خو اسرائیل به د خبرو اترو لپاره یو پلاوی واستوي، چې یوې هوکړې ته د رسیدو هڅه وکړي.

د قطر بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ د دوی پلاوی به د سې شنبې پر ورځ قاهرې ته ولاړ شي، چې د اسرائیل او حماس ترمنځ نامستقیمې خبرې بیا پیل کړي.

د نتانیاهو د دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، چې جنګي کابینې پر رفح د عملیاتو تر سره کېدا منلې ده.

د اردن بهرنیو چارو وزیر ایمن صفدي په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې نتانیاهو د رفح پر بمبارولو اوربند زیانمنوي.

یوه اسرائیلي چارواکي رویټرز ته ویلي؛ هغه وړاندیز، چې حماس منلی د مصر د وړاندیز یوه کمزورې نسخه ده او داسې عناصر لري، چې اسرائیل یې منلی نشي.

دې اسرائیلي چارواکي ویلي: دا یوه دسیسه ښکاري، چې اسرائیل د یوه داسې ړخ په توګه ړښیي، چې دا تړون ردوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو میلر ویلي؛ واشنګټن به په راتلونکیو ساعتونو کې له خپلو متحدینو سره د حماس پر غبرګون خبرې وکړي او هوکړه په بشپړه توګه د لاس‌رسي وړ ده.

د غزې د روغتیايي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د اسرائیلو په بریدونو کې له ۳۴ زره او ۶۰۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي دي. ملګرو ملتونو ویلي، چې په سیمه کې قحطي راروانه ده.

دا جګړه هغه مهال پیل شوې، چې حماس د اکتوبر پر اوومه پر اسرائیلو برید وکړ؛ شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۲ نور یې ونیول، چې د اسرئیلو د څرګندونو له مخې ۱۳۳ کسان اوس هم په غزه کې بندیان دي.

Trending

Exit mobile version