نړۍ
په غزه کې اوربند شونی دی – امریکا
د فلسطین حماس ډلې د یکشنبې پر ورځ له منځګړو وغوښتل، چې د غزې د اوربند د هوکړې لپاره د نویو خبرو اترو پر ځای د پخوانیو خبرو پر بنسټ یوه طرحه وړاندې کړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې پر ورځ ویلي؛ امریکا تمه لري، چې د غزې د سولې خبرې به له پلان سره سمې ترسره او اوربند ته زمینه برابره کړي.
د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې؛ دوی په دې باور دي، چې د اوربند تړون شونی دی که څه هم حماس په دې اړه شک شک ولري.
د فلسطین حماس ډلې د یکشنبې پر ورځ له منځګړو وغوښتل، چې د غزې د اوربند د هوکړې لپاره د نویو خبرو اترو پر ځای د پخوانیو خبرو پر بنسټ یوه طرحه وړاندې کړي.
تېره اوونۍ د امریکا، مصر او قطر مشرانو له اسرائیلو او حماس وغوښتل؛ د اګست پر پېنځلسمه به په قاهره یا دوحه کې د خبرو لپاره سره وګوري، چې د غزې د اوربند او د یرغمل شویو کسانو د خلاصون تړون وروستی شي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ویدانت پاټل په یوه خبري کنفرانس کې خبریالانو ته وویل؛ امریکا په بشپړه توګه تمه لري، چې خبرې اترې دوام ومومي او له ښکېلو اړخونو سره همکاري روانه وساتل شي، ځکه هوکړه اوس هم شونې ده.
هغه ویلي؛ مونږ تمه لرو، چې خبرې اترې پرمخ ولاړې شي. لکه څنګه، چې باید ترسره شي. ټول خبرې کوونکي باید میز ته راوړاندې شي او دا هوکړه پایلې ته ورسوي.
پاټل له دې ویلو ډډه وکړه، چې آیا خبرې به له حماس پرته پرمخ ولاړې شي او یا که واشنګټن له سیمهییزو ونډوالو سره د هغوی د ګډون د ډاډ لپاره کار کوي او که ترې ډډه وکړي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن د مې پر دېرشمه په یوه وینا کې د درې پړاویز اوربند وړاندیز وکړ. واشنګټن او سیمهییزو منځګړو له هغه وخت راپدېخوا هڅه کړې، چې په غزه کې د یرغمل شویو بندیانو لپاره د اوربند تړون تنظیم کړي؛ خو له پرلهپسې خنډونو سره مخ شوی دی.
د حماس جنګیالیو د اسرائیلو په سویل کې د اوکتوبر پر اوومه د اسرائیلو د څرګندونو له مخې ۱۲۰۰ کسان چې ډېري یې ملکي وګړي وه؛ ووژل او له ۲۵۰ ډېر یې یرغمل کړل.
د رویټرز خبري سرچینې د راپور له مخې؛ له هغه وخت راپدېخوا اسرائیلو په غزه کې پر هوایي او ځمکنیو بریدونو شاوخوا ۴۰ زره فلسطینیان ووژل، زرګونه کسان ټپیان او نږدې ټول ښارونه ویجاړ او زرګونه خلک کډوال او بېځایه شول.