تازه خبرونه

په غزني کې موتر بم برید ۲۳ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: )

کورنیو چارو وزارت د یکشنبې پر ورځ ومنله، چې په غزني ولایت کې د عامه محافظت قطعې مخې ته د موټر بم په چاودنه کې ۳ پولیس او د عامه محافظت قطعې ۴ سرتېري وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.

سیمه ییزو چارواکو څرګنده کړې، چې تېره شپه ماښام شاوخوا ۷:۴۵ د غزنی ښار د کوتل روضه په اړوند سیمه کې رامنځته شوه.

د والي ویاند وحیدالله جمعه زاده زیاته ګړې، چې له چاودنې وروسته برید کوونکيو هڅه وکړه، چې اړوند قطعې ته وردننه شي؛ خو د امنیتي ځواکونو له ټینګار سره مخ او شاتګ ته اړ شول.

هغه وایي، چې د چاودنې موخه د عامه محافظت قطعه وه.

د غزنې ملکي روغتون ویلي، چې تر دې دمه د پېښې ۷ مړي او ۱۴ ټپیان روغتون ته رالیدول شوي دی.

ویل کیږي، چې برید کوونکیو په دې چاودنه کې هاموی موتر کارولی؛ خو هیچا تر دې دمه د پېښې مسوولیت ندی منلی.

Trending

Exit mobile version