Connect with us

سیمه ییز خبرونه

په شمال كې د ازبكستان اسلامي نهضت غړي ترهگريز بريدونه رهبري كوي- جنرال كنايپ

خپور شوی

د

د هېواد په شمال كې د آيساف ځواكونو كوماندان وايي: افغانستان ته په غير قانوني توگه د آمو سيند له لارې د ازبكستان د اسلامي نهضت د يو شمېر غړيو د راتېريدو او د افغانستان په شمال كې د ترهگريزو بريدونو د تنظيمولو په باب شواهد په واك كې لري. جنرال ماركوس كنايپ په مزار شريف كې د يوې ناستې پر مهال په نږدې راتلونكې كې د هېواد په شمال كې  پر يو شمېر سيمو د پراخو پوځې عملياتو له پيليدو خبر وركړ. نوموړې همدا راز وويل، چې: د المان او افغان ځواكونو څېړنيز گډ ټيم ته څرگنده شوې، چې په تخار كې د تېر پسرلي د ترهگريز بريد موخه جنرال داود داود و . د تخار ولايت په هغه پېښه كې له  ټپې كيدو وروسته، چې له لامله يې جنرال داود داود ووژل شو دا په شمال كې د آيساف ځواكونو د كوماندان جنرال ماركوس كنايپ لومړنۍ خبري ناسته ده. نوموړي وويل، چې: دا بريد د جنرال داود داود د وژلو په موخه تر سره شوى و، خو په دې باب يې له ډېرو جزياتو ډډه وكړه. جنرال كنايپ همدا راز وويل، چې داسې شواهد په واك كې لري، چې: له مخې يې ښكاري، چې د ازبكستان د اسلامى نهضت يو شمېرغړي په غير قانوني ډول افغانستان ته راځي او د افغانستان په شمال كې  ترهگريز فعاليتونه تر سره كوي . د هېواد په شمال كې د آيساف ځواكونو كوماندان جنرال مارکوس کنایپ تاكيد كوي، چې: مونږ داسې شواهد لرو، چې د ازبكستان د نهضت يو شمېر غړي په غير قانوني ډول د آمو سيند له لارې د افغانستان شمال ته راځي او همدلته اوسيږي. دوى په وحشيانه ډول ترهگريزې زده كړې تر لاسه كړي دي . كه څه هم، چې د دوى شمېر كم دى؛ خو دا وېره شته، چې دلته ترهگريزې ډلې رهبري كيږي، خو په پوځي عملياتو كې يې يو شمير وژل شوي او نيول شوي هم دي. دغه الماني جنرال همدا راز په نږدې راتلونكې كې د وسله والو طالبانو له وجود څخه د پاكولو په موخه  د هېواد د شمال په يو شمېر سيمو كې د پراخو عملياتو له پيليدو خبر وركوي . نوموړي همدا راز افغان امنيتې ځواكونو ته د بدخشان، تخار، سمنگان او سرپل ولايتونو د امنيتې مسووليتونو له سپارلو هم خبر وركوي. جنرال كنايپ وايي، چې د بلخ او كندز په ناامنو سيمو كې د امنيت د ښه كيدو په موخه به د سيمه ييزو پوليسو په چوكات كې شاوخوا شپږ سوه كسان پر دنده وگمارل شي .
Advertisement
Click to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

تازه خبرونه

کمزوری ایران ښایي د اټومي وسلو پر پراختیا راوڅرخیږي – سپینه ماڼۍ

رویټرز خبري سرچینې د یکشنبې پر ورځ ( د مرغومي دوه‌یمه) خبر ورکړ، چې د بایډن اداره پدې اړه اندېښمنه ​​ده.

Published

on

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان څرګنده کړې، چې ایران ښايي په سیمه کې له پرله‌پسې ماتې د اټمي وسلو پر پراختیا راوڅرخیږي.

رویټرز خبري سرچینې د یکشنبې پر ورځ ( د مرغومي دوه‌یمه) خبر ورکړ، چې د بایډن اداره پدې اړه اندېښمنه ​​ده.

د راپور له مخې؛ سپینه ماڼۍ غواړي، چې دا اندېښنه د امریکا له منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته هم وړاندې کړي.

په راپور کې راغلي، چې د ایران د نیابتي ډلو پر وړاندې د اسرائیلو له پراخو بریدونو او د بشارالاسد د حکومت له نسکورېدو وروسته دې هېواد نه یوازې خپل سیمه‌ییز نفوذ له لاسه ورکړی، بلکې له پرله‌پسې ناکامیو سره هم مخ شوی دی.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار سیانان ته ویلي، چې پر ایراني تاسیساتو د اسرائیلو بریدونو د توغندیو د کارخونو په ګډون د دې هېواد هوايي دفاعي سیسټم او دودیز پوځي توان کم کړی دی.

سالیوان ټینګار کړی: دا د حیرانتیا خبره نده، چې په ایران کې د اټومي وسلو لرلو ته د لیوالتیا غږ اورېدل کیږي.

هغه يادونه کړې، چې ايران وايي: اټومي پروګرام يې سوله‌ييز دى؛ خو له بنديزونو سره - سره يې د يورانيمو غني کول پراخه کړي دي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا سلاکار ویلي؛ دا خطر شته، چې ایران به د اټومي وسلو د نه جوړولو په اړه خپله ژمنه ودروي.

هغه منلې، چې په دې اړه د امریکا له نوي حکومت سره خبرې کوي او په دې اړه یې له تل‌ابیب سره هم خبرې کړې دي.

نړیوالې تمې او سترګې د نوي کال د جنورۍ پر شلمه هغې ورځې ته اوړي، چې ټرمپ سپینې ماڼۍ ته ننوځي.

ویل کیږي، چې هغه د بایډن د حکومت پر پرتله د تهران پر وړاندې سخت دریځ لري.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د توغندیو د پروګرام په اړه د امریکا خبرداری بې بنسټه دی – پاکستان

د روانې اوونۍ په پیل کې د امریکا د ملي امنیت مرستیال سلاکار جان فاینر ویلي، چې د پاکستان د لرې واټن بالیسټیک توغندیو پراختیا دا یو ” نوی رامنځته کېدونکې ګواښ” دی.

Published

on

رویټرز راپور ورکړی، چې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د شنبې پر ورځ د یو لوړ پوړي امریکایي چارواکي هغه ادعاوې بې بنسټه او له "عقلانیت وتلې" وبللې، چې ګواکې د دوی د توغندیو پروګرام امریکا ته ګواښ پېښولی شي.

د روانې اوونۍ په پیل کې د امریکا د ملي امنیت مرستیال سلاکار جان فاینر ویلي، چې د پاکستان د لرې واټن بالیسټیک توغندیو پراختیا دا یو " نوی رامنځته کېدونکې ګواښ" دی.

د جان فینر څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې رامنځته شوې، چې واشنګټن د بالسټیک توغندیو د پروګرام په تړاو د بندیزونو نوی پړاو اعلان کړ. دغه راز هغه په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د واشنګټن او اسلام‌آباد ترمنځ د اړیکو پر خرابېدو ټینګار وکړ.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د جان فینر څرګندونو ته په نغوته کې ویلي، چې د ادعا شوي ګواښ تصور " خواشینوونکی" دی.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې: "دا تورونه بې بنسټه، له عقلانیت او تاریخ څخه بې برخې دي."

دغه وزارت وايي، ستراتیژیکې وړتیاوې یې یوازې د خپل حاکمیت د دفاع او د سیمه‌‌ییز ثبات د ساتلو لپاره دي او باید د بل هېواد لپاره د ګواښ په توګه ونه ګڼل شي.

دې راپور له امریکا سره د پاکستان د همکارۍ اوږد تاریخ هم پر ګوته کړ؛ په ځانګړي توګه د ترهګرۍ په ضد هڅو کې او د سیمه‌ییز امنیت او ثبات په ګډون د هراړخیزو هڅو د رغنده ښکئلتیا لپاره خپله ژمنه بیا تکرار کړه.

د امریکا او پاکستان تر منځ اړیکې له ټیټو او ژورو سره مخ شوي دي. دغه هېوادونو د سړې جګړې پر مهال او د سپټمبر له یوولسمې وروسته د القاعدې پر ضد جګړه کې همکاري وکړه.

د جنوبي آسیا په دې هېواد کې د پاکستان د پوځ لخوا د کودتاه، په افغانستان کې د طالبانو د ۱۹۹۶ -۲۰۰۱ کلونو د واکمنۍ د ملاتړ او د اټومي وسلو د پروګرام له کبله اړیکې خړې پړې شوې دي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په مسکو کې د روسیې د اټومي دفاعي ځواکونو قومندان د یوې چاودنې له کبله ووژل شو

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ جنرال ایګور کریلوف، چې د روسیې د اټومي، بیولوژیکي او کیمیاوي خوندیتوب ځواکونو مشر و؛ له کرملین څخه اووه کیلومټره لرې د ریازانسکي سړک له اپارتماني ودانۍ بهر ووژل شو.

Published

on

د روسیې څېړنیزې کمیټې اعلان کړی، چې نن (سې‌ شنبه د لیندۍ اووه‌ویشتمه) په مسکو کې د دې هېواد د اتومي دفاعي ځواکونو قومندان د یوې بمي چاودنې له کبله وژل شوی دی.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ جنرال ایګور کریلوف، چې د روسیې د اټومي، بیولوژیکي او کیمیاوي خوندیتوب ځواکونو مشر و؛ له کرملین څخه اووه کیلومټره لرې د ریازانسکي سړک له اپارتماني ودانۍ بهر ووژل شو.

په دې پېښه کې د هغه مرستیال هم وژل شوی دی.

د کیف انډیپنډنټ ورځپاڼې د راپور له مخې، د اوکراین حکومتي چارواکو کریلوف په اوکراین کې د کیمیاوي وسلو پر کارولو تورن کړی دی.

د اوکټوبر په میاشت کې بریټانیا پر کریلوف او د روسیې اټومي دفاعي ځواکونو پر وړاندې د جګړې په ډګر کې د زهرجنو موادو د کارولو له کبله بندیزونه لګولي وه.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!