د هوا حالاتو بدلونونه

په سویس کې د یوه آلماني غره ختونکي کنګل شوی مړی موندل شوی

Published

on

(Last Updated On: )

د DNA ازموینو تائید کړې، چې په سویس کې د ماتر هورن د نومیالۍ څوکې د جنوب ختیځ په یخچالي سیمه کې د هغه آلماني غره ختونکی مړی موندل شوی، چې ۳۷ کاله مخکې ورک شوی و.

د پنجشنبې پر ورځ د سویس په سویل لویدیځ کې پولیسو  ویلي، چې د غره ختونکیو یوې ډلې د هغه آلماني مړی موندلی، چې د ۱۹۸۶ز. کال په سپتمبر میاشت کې ورک شوی و.

د جولای پر ۱۲ د ایتالیا پولې ته نږدې د تیودول پ یخچال کې غره ختونکیو د یوه سړي کنګل شوی مړی ومونده، چې بیا د څېړنو لپاره نږدې روغتون ته ولیږدول شو. جینیتیک ازموینو د دې سړي هویت تائید کړ، خو د سیمه‌ییزو پولیسو لخوا پټ وساتل شو.

 

Trending

Exit mobile version