رویټرز د سوریې د پوځ د یوه افسر د څرګندونو له مخې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د ولسمشر بشارالاسد حکومت د مخالفینو لخوا له یوه چتک برید وروسته پای ته رسېدلی دی.
د رویټرز د مخالفانو د څرګندونو له مخې دا هم ویلي، چې دمشق اوس د بشارالاسد څخه آزاد شوی دی.
اسد د یکشنبې پر ورځ له دمشق څخه د نامعلوم ځای پر لوري روان شو. د هغه مخالفانو ویلي، چې دوی پلازمینې ته د اردو د ځای په ځای کولو له کومې نښې پرته ننوتي دي.
عیني شاهدانو ویلي، چې په زرګونه کسان په پښو او موټرو کې د دمشق په مرکز کې راټول شوي وه او د "آزادۍ" شعارونه یې ورکول.
اپوزیسیون ویلي: مونږ د سوریې له خلکو سره د خپلو بندیانو د خلاصون او له زنځيرونو د خلاصیدو او په صیدنایا زندان کې د بې عدالتۍ د پای ته رسیدو د اعلان په ویاړ جشن نیسو.
صیدنایا د دمشق په څنډه کې یو لوی پوځي زندان دی، چې د سوریې حکومت په زرګونه کسان بندیان کړي وه.
د FlightRadar ویب پاڼې د راپور له مخې، د سوریې یوه الوتکه د دمشق له هوایی ډګر څخه هغه مهال الوتنه وکړه، چې پلازمېنه د یاغیانو لخوا ونیول شوه.
الوتکې لومړی د سوریې ساحلي سیمې ته، چې د بشار الاسد د علوي ډلې مرکز بلل کېږي؛ الوتنه وکړه، خو بیا یې یو ناڅاپه یو حرکت وکړ او د څو دقیقو لپاره یې مخالف لوري ته الوتنه وکړه، چې له نقشې ورکه شوه.
له سوریې نه بهر د سوریې د اپوزیسیون د اصلي ډلې مشر هادي البحر سوري هم د یکشنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې دمشق اوس "د بشار الاسد له شتون پرته" دی.
له دې څو ساعته مخکې اپوزیسیون اعلان وکړ، چې د حمص مهم ښار یې له یوې ورځې جګړې وروسته په بشپړه توګه نیولی او د بشارالاسد د ۲۴ کلنۍ واکمنۍ پای ته نږدې شوی ده.
له دغه مرکزي ښار څخه د پوځ له وتلو وروسته د حمص په زرګونه اوسیدونکي سړکونو ته راووتل او نڅا یې کوله او د "بشارالاسد ولاړ او حمص آزاد د او "ژوندۍ دې وي سوریه او مرګ دې وي پر بشارالاسد" شعارونه ورکول.
مخالفانو هوايي بریدونه وکړل او ځوانانو د بشار الاسد پوسټرونه وسوځول.
د حمص له نيولو سره مخالفانو د سوريې ستراتيژيک مرکز تر خپل کنټرول لاندې راوست، چې له دې سره دمشق د بشار الاسد له دغه ساحلي سيمې جلا شو، چې د علوي فرقې اډه او د هغه د روسي متحدانو بحري او هوايي اډه وه.
د التحریر الشام قومندان ابو محمد الجولاني، چې د اپوزیسیون مهم مشر دی؛ د حمص نیول یوه تاریخي شیبه وبلله او له خپلو کسانو یې وغوښتل، چې "هغو کسانو ته زیان ونه رسوي، چې وسلې پر ځمکه ږدي.
اپوزیسیون د ښار له زندان څخه زرګونه بندیان خوشي کړل. د دوی د اسنادو له سوځولو وروسته امنیتي ځواکونه په تېښته بریالي شول.