سیمه ییز خبرونه
په سوریه کې د ایران دوهیم پوځي سلاکار ووژل شو

د ایران نیمه رسمي خبري آژانس مهر نن ( یکشنبه د وري دیالسمه ) خبر ورکړ، چې د اسرائیلو په یوه هوايي برید کې د سپاه پاسداران یو پوځي سلاکار دمشق ته نږدې له ټپونو ساه ورکړه.
د مهر د څرګندونو له مخې؛ د جمعې پر ورځ سهار مهال مقداد مقداني د اسرائیلو په برید کې ټپي شو او د سپاه پاسداران یو بل افسر وژل شوی و.
د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ويلي: د جمعې د ورځې په شپږم هوايي برید کې، چې تېره اوونۍ ترسره شوی و؛ د سپاه پاسداران یو بل سلاکار میلاد حیدري او یو بل پوځي افسر هم وژل شوی دی.
د سوریې پوځ د یکشنبې پر ورځ څرګنده کړه، چې نن سهار اسرائیلو د حمص ولایت په څنډو کې یو شمېر سیمې بمبارد کړې؛ خو لویدیځو استخباراتي سرچینو ویلي؛ په دې هوایي برید کې هغه اډې وویشتل شوې، چې ایراني پوځیان په کې دي.
د دغه برید د تلفاتو او زیانونو جزئیات خپاره شوي ندي.
اسراییل له کلونو راپدیخوا په سوریه کې له ایران سره پر تړلیو اهدافو بریدونه کوي؛ ځکه، چې له ۲۰۱۱ ږ. کال راپدیخوا د سوریې په کورنۍ جګړه کې د تهران نفوذ وده کړې ده.
ایران وايي؛ په سوریه کې د دمشق پر بلنه د دوی افسران د سلاکارانو په توګه دنده ترسره کوي.
په سوریه کې د جګړې پر مهال د دې ادارې د لوړ پوړیو افسرانو په ګډون د سپاه پاسداران انقلاب لسګونه غړي وژل شوي دي.
سپاه پاسداران د جمعې پر ورځ ویلي، چې د اسرائیلو بریدونه به بې ځوابه پاتې نهشي.