تازه خبرونه

په سرپل ولايت کې له ۴۰ جريبو ډېر کرل شوي بنګ واړول شول

Published

on

(Last Updated On: )

په سرپل ولايت کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت چارواکو ويلي، چې په تېره يوه مياشت کې يې د بنګو ( چرسو) شاوخوا څلوېښت جريبه کښت له منځه وړل شوی دی.

د سرپل ولايت په يوه کلي کې پر ١٢ جريبه کرنيزه ځمکه د امنيتي ځواکونو لخوا د چرسو بوټي له منځه وړل شوي دي.

د سرپل ولایت امنیتي چارواکي وايي، د نشه يي توکو د تولیدوونکیو او پلورونکیو پر وړاندې د جدي عملیاتو په لړ کې دا ځل پر ۱۲ جریبه ځمکه د چرسو کرل شوي بوټي له منځه وړل شوي دي.

د چارواکو د څرګندونو له مخې، په تېره یوه میاشت کې شاوخوا ۴۰ جریبه ځمکه د چرسو له بوټو پاکه شوې ده.  

ځايي چارواكي وايي، چې د نشه يي توكو د توليد، قاچاق او خرڅلاو پر وړاندې د مبارزې لپاره یې د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان د پلي كولو لپاره جدي هڅې پيل كړې دي.

له دې سره هممهاله د سرپل ولایت کروندګر له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوي، چې دوی ته بدیل کښت په پام کې ونیسي.

د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم د پلي کولو لپاره د هڅو خبره کوي او وايي چې د نشه یي توکو له قاچاقو او پلورونکو سره به جدي مبارزه وکړي او هیچا ته به د کوکنارو د کرلو اجازه ورنکړي.

د سرپل ولایت د امنیه قومندانۍ د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت د تطبیق آمر حمیدالله فقیر وایي: له نږدې یوې میاشتې راپدیخوا مو، چې کله د امیرالمومنین پر آمر د چرسو د کروندو د له منځه وړلو عملیات پیل کړل؛ له څلوېښت جریبو ډېره کرل شوې ځمکه مو واړوله. اوس د سید آباد د اړوند سیمې ذکه افغاني سیمې ته راغلي یوو. تاسې لیدلی شئ، چې مونږ په هر ځای کې شاوخوا 12 جریبه کرل شوې د چرسو ځمکه ویجاړه کړې ده، هر څه، چې وي؛ مونږ به یې د کرلو اجازه ورنکړو.

په همدې حال کې امنیتي چارواکي د سړکونو له څنډو د روږدو کسانو راټولول، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې بل پلان بولي. د دوی په خبره، تر اوسه پر نشه يي توکو څه باندې زر روږدي کسان له ښار څخه راټول او د درملنې لپاره مو روغتيايي مرکزونو ته لېږدولي دي.

که څه هم کروندګر د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو هرکلی کوي؛ خو وايي، چې حکومت باید بدیل کښت په پام کې ورته ونیسي. د اوبو کمښت، د کروندګرو لپاره د آسانتیاوو نشتوالی او د خوراکي توکو لوړه بیه د دغه ولایت د کروندګرو تر ټولو بنسټیزې ستونزې بلل کېږي.

    د سرپل ولایت اوسېدونکی قدیر وایي: د زعفرانو کرلو هېواد ته ګټور دي نه د بنګو، چرسو او مخدره توکو تولید او قاچاق.  

افغانستان د سیمې یو کرنیز هېواد دی؛ خو په داسې حال کې، چې اسلامي امارت د نشه یي توکو پر کښت او تولید بندیز لګولی؛ بیا هم ناوړه نوم یې اوس هم په افغانستان پورې تړل کېږي.

Trending

Exit mobile version